نظــر

که په افغانستان کې شل کلنې لاسته راوړنې ومنل شي

عبدالرقيب رقيب

که په افغانستان کې جمهوريت ومنل شي, شلکلنې لاسته وروړنې تضمين شي…
نو فحش خونې به قانوني جواز ولري او بيخي ډير خلک به ورباندي اخته شي!

هغه څنګه؟ !
په افغاني ټولنه کې به څنګه دغه نجس کار قانوني شي?!
دلته د شريعت د نفاذ په شرط سوله کېږي؛ نو دابه څنګه شريعت وي چې فحاشۍ ته قانوني جواز ورکړي?!

پورتنۍ پوښتنې مو ذهن ته درغلې, ځواب يې داسي دی:

ستاسو به ياد وي چې په دوحه کې د شيعه فقه لپاره ډيرې چنې ووهلې شوې, د دوی له “زيديه” پرته په نورو فقهو کې متعه جایزه ده، متعه مطلب دا چې د يو ساعت لپاره سړی او ښځه په جنسي اړيکو سره راضي شي, په پای کې سړی هغه معلومه اندازه پيسې ورکړي او بيا هريو خپله مخه وهي.

دوی د دغه حکم لپاره له آيت او حديثونو استدلال کوي.

دا کار په عربو کې د جاهليت په وخت کې کیده، د اسلام په پيل کې هم باقي و, لکه شراب چې روا و, خو وروسته منسوخ شو, لکه شراب چې حرام شو.

اما اکثر شيعه يې منسوخيت نه مني.
خبره مې دا کوله چې زموږ د پت, عزت او اسلام دښمنان په ډير مکر او فريب سره زموږ ځوانانو ته شيطاني لومې ږدي, کله چې د جعفريه فقه په اساس دغه ډول ځايونه د اساسي قانون نه جواز ترلاسه کړي، نو تاسو څه فکر کوئ چې د کوم پلار زوی به له دې ځايونو منع شي! باور دی چې ډيرې لورګانې به هم دغه دروازې وټکوي, ځکه د متعې لپاره د دوی د فقه په اساس د والدينو او نورو سرپرستانو اجازه ضرور نه ده، ښځه او سړی په خپل سر همدغه معامله پرمخ وړلای شي.

که غور ونشي نو ساده ګل به خبر نه وي لور به يې لس دوولس ځلې تارونه اچولي وي!
که خبر هم شي نو څه به وکړي!!
د اساسي قانون مخالفت خو ملي خيانت دی!
دغه کار له علمي اړخه هم پشتۍباني لري، ايتونه, حديثونه لري؛ نو څوک به څوک ملامت کړای شي چې دا کار مه کوه?!

داسي هيڅکله مه واياست چې افغانان داسي کارونه نه کوي؛ ځکه ډير افغانان په ايران کې د مسافرو په توګه په همدغو ناوړه اعمالو سر دي… ښه به وي چې تفصيلات ورنکړو.

مطلب کيسه شته, خبر دي ياست…
نور نو فکر او عمل د هرچا د خپل وس مکلفيت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x