بلوچستان:چاودني درنه مرګ ژوبله واړوله

 (نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۴) ډیره الله یار: دبلوچستان ایالت جعفراباد ولسوالی ډیره الله یار بازار په یوه هوټل کی  دچاودیدونکو موادودځای پرځای کیدو له کبله چاودنه رامنځ ته شوه، امنیتی چارواکی وایی چاودیدونکی مواد په یوه ډبه کي ځای پرځآی شوی وو، چي دریموټ کنټرول په واسطه سره چاودنه ورکول شوی ده، دچاودني له امله دهوټل دوه پوړیزه وداني په مکمه توګه له منځه تللی.

چاودنه کي تراوسه پوري د ۱۴ کسانو دوژل کیدو او ۲۱ دژوبل کیدوخبر ورکول شوی ده، بیړني مرسته کونکي تراوسه پوري لا له ویجاړي شوی وداني څخه دوژل شویو کسانو په را ایستلو بوخت دي، کیدای شی دژول شویو کسانو شمیره نوره هم زیاته شي.

دپیښي پړه تراوسه پوري  چاپرغاړه نه ده اخیستی اونه هم تراوسه پوري امنیتي چارواکو څوک په دي اړه نیولی دی.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د