افغانستان

شمالي وزیرستان کې ۴ قومي مشران وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې ناپېژاندو وسله والو ۴ تنه قومي مشران وژلي دي.

آزادي راډیو د سیمه ییزو خلکو په حواله خبر ورکړی، پر دغو قومي مشرانو پرون د دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل ته څېرمه «خیسور» سیمه کې هغه مهال موټر کې سپرو ناپېژاندو وسله والو ډزې کړي کله چې هغوی له په موټر کې روان وو.

د خلکو په خبره په دغه پېښه څلور قومي  مشران وژل شوي او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

تراوسه  هیڅ یوې ډلې ددې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی او نه هم چارواکو د پېښې په تړاو د چا د نیولو خبر ورکړی دی.

که څه هم په ۲۰۱۳ کال کې پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې د «ضرب ازب» په نوم پوځي عملیاتو نه وروسته یاده سیمه له وسله والو پاکه اعلان کړه؛ خو د سیمې خلک وايي چې په دې وروستیو کې هلته یوځل بیا د وسله والو خوځښتونه پیل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx