افغانستانسولې اړوند خبرونه

امنیت شورا: خلګو له حکومت وغوښتل چې خپل پلاوی له قطره راستون کړی؛ خو موږ دا کار ونکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې رواني دي او د نسبي پرمختګ خبر هم ورکړل شوی؛ د کابل حکومت ملي امنیت شورا ادعا کوي چې د افغانستان خلګو له حکومت څخه غوښتي و، چې خپل پلاوی له دوحې څخه راستون کړي؛ خو حکومت سولې ته د ژمنتیا په خاطر دا کار ونکړ.

د امنیت شورا ویاند «رحمت الله اندړ» په یوه ویډيويي پيغام کې ویلي، چې حکومت طالبانو ته د سولې په موخه ډېر انعطاف کړی او د هغوی پنځه زره بندیان یې خوشي کړي؛ خو دده له قوله، طالبانو لا هم د جګړې شدت لوړ ساتلی او مذاکراتي پروسه یې اوږده کړې.

دده په خبره، د مذاکراتي پروسې د اوږدوالي له امله خلګو له حکومت غوښتي و، چې خپل پلاوی له دوحې څخه بیرته راوبولي «خلګ ددې  پروسې له اوږدېدو ستړي شول حتی له خپل حکومت یې وغوښتل چې خپل پلاوی بیرته راستون کړی؛ خو حکومت ته سوله لومړیتوب لري، نه غواړي دا بهیر همداسې پاتې شي لا یې هم پلاوی هلته ساتلی دی.»

د امنیت شورا له لوري پورته څرګندونې ور وسته له هغه مطرح کېږي، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيمونو تر منځ له دوو میاشتنیو مذاکراتو وروسته په طرزالعمل هوکړه وشوه؛ خو کابل ته د معصوم ستانکزي تر سفر او له اشرف غني سره د نوموړي تر لیدنې وروسته کابل مذاکراتي ټیم بیا ځلې له هوکړې په شا شو.

له امریکا خپرېدونکې رسنۍ «نیویارک ټایمز» اشرف غني او د نوموړي په شاوخوا راټول کسان تورن کړل چې د سولې پروسه تخریبوي او پرمختګ ته یې نه پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

کومه خلک؟ هغه خلک چه تاسو د هغوی کلی ته تللی نشی. هغخلک چه تاسو د کانکریتی دیوالونو په شا کی تری پت شوی یاست!
خلک خو هغه دی چه تاسو یی بمبارد کوی.
د خلکو خبره هغ کس کوی چه د هغو نه دفاع کوی. عزت نه یی ازادی نه او…..

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x