
کابل ښار کې د یو زابلي ځوان «جسد» په ځړول شوي حالت کې موندل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار دیارلسمه حوزه کې د یو زابلي ځوان جسد په داسې حال کې پیدا شوی چې د یو څادر په توسط ځړول شوی ؤ.
د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړني معلومات ښيي چې دغه سړي ځان وژنه کړې ده؛ خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د دغه ځوان چې حبیب الله نومیږي او د زابل ولایت اوسېدونکی دی، جسد یې د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یو پل لاندې په داسې مهال موندل شوی، چې په یو څادر باندې له مرۍ څخه ځړول شوی ؤ.
د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو ویشلو نه وروسته په کابل ښار کې هدفي او مرموزې وژنې او مسلحې غلاوې زیاتې شوي، چې له امله یې کابل ښاریان سخت ترهیدلي دي.
باید وویل شي چې ولسي جرګه په کابل ښار کې د مرموزو وژنو او مسلحو غلاوو عامل د زرغون بهیر په نوم ګوند بولي، چې د وکیلانو په خبره د یاد پردیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.
زه باور لرم چه دا زوان زړول شوی او زان وژنه ی نه ده کړی زابلی زوانان دا کار نه کوی