افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د بین الافغاني خبرو په طرزالعمل موافقه رغنده ګام دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په قطر کې د کابل مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړه وکړه، طالبانو یاد کار یو رغنده ګام او  د خبرو له لارې د افغانستان د قضیې حل ته د خپلې ژمنتیا نښه بللې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د و«ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د افغان جهتونو او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ له اوږدو بحثونو وروسته د ناستو په یوه ۲۱ ماده لرونکي طرزالعمل هوکړه وشوه، چې یو ښه ګام دی.

طالبانو وړاندې زیاته کړې، چې له امریکا سره د دوی تر هوکړې وروسته «کابل ادارې» په دوی تور لګاوه، چې د افغانستان د قضیې د داخلي بعد حل ته ژمنتیا نه لري؛ خو د طالبانو له قوله «د بين الافغاني مذاکراتو پر طرزالعمل توافق، دغه ډول ګنګوسې درواغجنې اوبې اساسه ثابتې کړې او څرګنده يې کړه چې اسلامي امارت تر هر چا زيات هيواد ته د سولې راوستلو او دیوه سوچه اسلامي نظام قیام لپاره ژمنتيا لري.»

یاده دې وي، چې کابو دوه اوونۍ وړاندې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونو د ناستو د طرزالعمل په اړه هوکړه وکړه او د یاد طرالعمل یوه نسخه یې قطر هیواد ته هم وسپارله؛ خو د کابل مذاکراتي ټيم مشر «معصوم ستانکزي» کابل ته سفر وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د شوې هوکړې رسمي اعلان وځنډوي.

معصوم ستانکزی په کابل کې له اشرف غني سره تر لیدلو وروسته دوحې ته ستون شو، خو له شوې هوکړې په شاه شو او د مذاکراتي ټیم غړي یې په دوو برخو وویشل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx