شعـــــرونه

په اغزو ځم/ تپاند زُهاد

تپاند زهاد

په اغزو ځم ستا لپاره تر تا پورې
په لمبو او تر انګاره تر تا پورې

ځان مي وقف ستا نامه ته کړ جانانه
هسکه غاړه ځم تر داره تر تا پوري

اراده مي ده تر تا پوري چي درشم
که هرڅو شي سیمخار داره تر تاپوري

یو ملنګ یم ستا د عشق په سند لاهو یم
چي شم ستا عشق کي خماره تر تا پوري

لکه ژوند چي د اجل غیږ کي میلمه وي
زه هم داسې یم دلداره تر تا پوري

ستا د هجر زولنې وړمه قیدي یم
ستا زندان کي یم حِصاره تر تا پوري

ما (تپاندزُهاد) ته وګوره جانانه
چې مي زړه شې  پر قراره تر تا پورې

تپاندزُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx