نظــر

د غزني بريد او د حکومتي چارواکو ښکرور دروغ!! 

نصير تکل

له هغه وروسته چې امريکا په افغانستان ناروا يرغل وکړ او زمونږ هيواد يې اشغال کړ، جکړه يې زمونږ په ملت تحميل کړه، دوى دلته د خپلې خوښې د يموکراتيک نظام په افغانانو وتپلو او د چارو واګې يې فاسدو، غلامو، منفورو، پرديپالو او تش په نوم افغانانو ته وسپارلې، دهغه راهيسې تر نن پورې تقريباً شل کاله پوره کيږي، دولتي چارواکي د ملت په سترګو کې خاورې شيندي، حقائق پټوي، دوى له هېڅ راز دروغو، پروپاګند، جعل، تزوير، او دوکې څخه مخ نه اړوي، دوى دا کار ددې لپاره کوي، تر څو ملت دوکه کړي، زه ددې خاطر چې ليکنه اوږده نشي يوازې يوه واقعه د مشت نمونه خروار په ډول ذکر کوم.

دوې ورځې وړاندې د غزني ولایت دریمې امنیتي حوزې اړوند “قلعه جوز” سیمه کې د عامه نظم ځواکونو پر کنډک موټر بم برید وشو او لسګونو کومانډو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
له پېښې څو شېبې وروسته د ملکي روغتون رئیس باز محمد همت رسنيو ته وويل چې په دغه پیښه کې ګڼ شمير امنيتي سرتيري وژل شوي، چې تر اوسه پورې د شاوخوا (۳۰) تنه دولتي سرتیرو جسدونه او (۲۴) تنه ټپيان ملکې روغتون ته انتقال شوي.

د غزني د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري هم پېښه تائيده کړه او د ګن شمېر امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر يې ورکړ.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین پیښه تائید کړه او و يې ويل چې چاودنه د کنډک ودانۍ ته څیرمه رامنځته شوې ده.

د ملي فاع وزارت پدې بريد کې يوازې د ۱۰ تنو امنيتي ځواکونو وژل کيدل او ۷ نورو ټپیان کيدل ومنل.

د پیښې مسؤلیت دا.ا.امارت او يا کومې بلې وسلوالې په غاړه وانخست او نه يې رد کړ.

له بريد يوه ورځ وروسته دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا وکړه چې د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یې د پروني موټر بم برید مسؤل وژلی دی.

دفاع وزارت یو انځور هم خپور کړ چې دوی ياد کس د حمزه وزیرستاني په نوم نومولی ؤ او ليکلي یې وو چې هغه یې له ۷ ملګرو سره د ګیرو ولسوالۍ په علي شیرخیلو کلي کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژلی دی.

طالب وياند د دفاع وزارت ادعا رد کړه، هغه وويل: چې د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې برید یو پروپاګند دی هیڅ حقیقت نه لري او یو ملګری یې هم نه ده وژل شوی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه د هغه کس يوه لنډه ویډیو خپره کړه چې دفاع وزارت یې د وژلو ادعا کړې وه او هغه یې د حمزه وزیرستاني په نوم نه بلکې د کرامت خان په نوم یاد کړی چې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم ارګ، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، او ملي امنيت رياست څو واره د ځینو طالب مشرانو او مسئولینو د وژلو ادعاوې کړي دي خو وروسته د هغوی ویډیویي کلیپونه نشر شوي دي چې د دولت ادعاوې یې بې بنیاده بللي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx