نظــر

د طالبانو سياسي دفتر بايد زيات متحرک او فعال شي

سراج (افغان)

سياسي فعاليت هغه مهال ډير اغيزمن وي چې دوامدار وي او له نوو نوو ابتکاراتو څخه پکې کار واخيستل شي، هيوادونو ته سفرونه، له داخلي شخصيتونو او جهتونو سره غونډې، له رسنيو سره منظمې خبرې، د هيواد او نړۍ د مهمو مسائلو په اړه په خپل وخت سره د نظر څرګندونه او خپل اولس ته د مذاکراتو له جريان څخه په خپل وخت د معلوماتو ورکول هغه مهم عنصرونه دي چې د يوه سياسي فعاليت برنامه تشکيلوي.

د بين الافغاني مذاکراتو له پيل څخه راوروسته ګورو چې د طالبانو کوم هيئت کوم بهرني هيواد ته سفر نه دی کړی، نه يې له داخلي شخصيتونو او جهتونو سره کومه ښکاره او آزاده غونډه ترسره کړې ده، اولس ته له مذاکراتي جريان څخه په مخامخ او نا مخامخ توګه د معلوماتو ورکړه هم ډيره په ځنډ سره وي او په هغه شور او ځوږ کې چې له بين الافغاني مذاکراتو څخه د مخه د طالبانو سياسي هلو ځلو په سيمه کې جوړ کړی ؤ؛ يو څه سوړوالی ښکاري.

دا په داسې حال کې ده چې د اشرف غني حکومت په پرلپسې توګه د خپل سوله ضد دريځ د پټولو او پر طالبانو باندې د فشار راوړلو لپاره سياسي هلې ځلې کوي، عربي هيوادونو ته د اشرف غني سفر، پاکستان ته پرلپسې د هيئتونو استول او کابل ته د عمران خان بلنه، د ملل متحد د امنيت شوری او د شانګهای غړو ته د طالبانو پر ضد ويناوې، د ژنيو کانفرانس، له رسنيو سره پرلپسې مرکې او تبليغاتي بريدونه د اشرف غني د حکومت له مهمو سياسي هلو ځلو څخه دي، چې د بين الافغاني مذاکراتو له پيل څخه وروسته يې د طالبانو پر ضد ترسره کړي دي.

سره له دې چې د جنګ د شدت کچه د تيرو کلونو په نسبت کمه ده او په لويو ښارونو کې بريدونه د نشت برابر دي، بيا هم د دې هلو ځلو پر مټ د اشرف غني حکومت پر دې توانيدلی دی چې نړيوال ذهنيت د طالبانو له لوري د جنګ په شدت تر ډيره بريده قانع کړي او نړيوال سازمانونه او هيوادونه له طالبانو څخه د جنګ د شدت د کمولو پرلپسې غوښتنه وکړي.

طالبان اوس هم د اشرف غني د حکومت په پرتله په ښه سياسي موقف کې دي، دريځ يې هم (د مذاکراتو او سولې له لارې د افغانستان د قضيې په حل کې ) په کور د ننه او بهر په ښه موقف کې دی، خو که تحرک او خوځښت نه وي، منظمه او پياوړې تبليغاتي برنامه وجود ونه لري د دې احتمال شته چې د طالبانو دريځ کمزوری شي، په پلازمينو کې يې ذهنيتونه په اړه سرچپه وڅرخيږي او له نه جبرانيدونکي زيان سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

رشتیا هم دوی ( طلبه کرام) باید د دی لوی فرست او نسبی ازادی څحه زیاته استفاده وکړی، خپل تعلقات پراخ، او دنیا والو ته خپل تصویر لا رښانه کولو کوشش وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x