افغانستان

میدان وردګ: طالبانو د نامسئوله وسله والو په بدل کې عام وګړي د عليپور له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې طالبانو د نامسئوله وسله والو د قوماندان «عليپور» څو تنه وسله وال له هغو عامو وګړو سره تبادله کړي، چې د علپور له لوري زنداني شوي وو.

له میدان وردګو ولایت څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې علیپور د خپلو «وحشتونو او د ملکي خلګو د تښتولو د لړۍ» په دوام څه موده وړاندې یو شمېر عام کلیوال له لویې لارې راګرځولي او له ځانه سره وړي و، چې نن طالبانو د علیپور د «نیول شویو جنګیالیو او اکمال کوونکو » تر خوشي کولو وروسته له بنده خلاص کړل.

د سرچینې له قوله، دا تبادله د قومي مخورو او سپین ږیرو په توسط شوې او علیپور توافق کړی، چې نور به عام وګړي نه تښتوي.

ورته مهال د وردګو ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم د تبادلې خبره مني؛ خو ادعا کوي چې د عليپور کسان د طالب جنګیالیو په بدل کې تبادله شوي.

د ولایتي شورا یو تن وکیل «احمد جعفري» وايي، طالبانو تېره شپه څلوېښت تنه له بنده خلاص کړي چې په بدل کې يې عليپور پنځه تنه بندیان قومي سپين ږیرو ته سپارلي.

عليپور چې د نامسئوله وسله والو قوماندان دی او حکومت يې په تجهیز او تمویل تورنېږي، په میدان وردګو او یو شمېر نورو ولایتونو کې فعالیت کوي او زیاتره وخت یې له لوري د ملکي وګړو د ځورونې او حتی د وژل کېدو راپورونه هم خپرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x