روژه په اسلام او ساینس کي (۱۰)

روژه اونوی ساينسي څېړنې

دکائناتودپنځونکی په هرحکم اونهی کی زښته اُخروی اودنیاوې ښې ګڼې اونیکمرغیانې نغښې دی، په واقعیت کی په یوه سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم باندی څېړنه اولیکنه کول دیوه انسان په ټول عمرکی ناشونې ده، اودیوه بشرله وس اوتوان څخه یووتلی کاراوناشونې تصور دی،پاته دی نه وی چي که دالیکنه ډېره نه اوږدېدلای نومادقرانکریم اوحدیث نبوی صلی الله علیه وسلم په هرحکم باندی ټوکونه ـ ټوکونه کتابونه لیکلی وای اومعلومات به می راټول کړی وای ، اوس ددې لیکنواوڅېړنولیوالتیادومره ډېره اوپه لوړګراف کی ده چي دفکرڅخه لوړه ده؛ زښته ډېرې داسلام ددین شغلې مخ په وړاندی اودقرانکریم دهدایت نوردځمکې دکُرې وهرې زاوې، لوړواوژورو ته رسېدلی دی۔

دا یو منلی نړیوال حقیقت دی چي داسلام مبارک دین دپوره ښې ګڼواودژواک(ژوند) دښکلوملغلروڅخه ډک دی، تاریخ ګواه دی چي اسلام بشریت دټولوظاهری اوباطنی بدبختیودچرخاب څخه دسوکالۍ اومینې وساحل ته راایستلی دی؛ په هروخت کی ئې دټوله انسانیت دهیلوغوټۍ ورغوړولې دې، دتورتم اوجهل دکرغیړنوتاریکیوڅخه ژغورلی دی اوراایستلی دی اودهدایت اولارښونې څرک ئې وربخښلی دی۔
انسان دتل په شان په بدبختیواودکړاوونوښکاردی، داسلام په (۱۴۰۰) کلن زرین تاریخ کی اسلام یواځنی دین اودهرانسان دژوندتګلاره ده، چي نسلونه، ملتونه اوقومونه ئې په بې مثله نورروښانه کړی دی؛ اوتل پاتې خوښې ئې ورپه برخه کړېدی، اواوس دایونړیوال اوکوټلی واقعیت دی چي اسلام دځمکې پرمخ یواځنی رېښتنی اومنلی الهی دین دی؛ وبل لورته دفلسفې اوحکمت څښتنان بیادااعتراف کوی چي اسلام ځکه یوالهی دین دی چي په هرنهی اوامرکی ئې داسی ښې ګڼې نغښتې دې چي دانسان ترپوهې اوفلسفې فکراوتصورڅخه ډېرې اوچتې دی،اوپه اسلام کی دڅېړنواومطالعې په پایلوکی په میلیونهاوو خلک مسلمانان شویدی۔

دلویدیځ پوهان دامنی چي روژه دشکرې (Sugar) دناروغۍ لپاره، دوینې دلوړفشار(Hypertension)، د(Depression) ژورخفګان، دبدن دمدافعې دقوت (Immunity) دقوې کېدو، داعضای رئیسه (Vital Organs) دښه ودې په خاطراوداسی نوروپه زرهاووناروغیولپاره غوره طبعي درملنه ده، چي په راتلونکی کی به ورباندی رڼاواچول شی۔

مخکی په اسلامی احکاموباندی یواځی دامت مسلمه مسلمانوپوهانو، ډاکټرانواوطبیبانوڅېړنې کولې اوکتابونه ئې ورباندی لیکله، خوبرعکس اوس دلویدیځ غیرمسلمانان پوهان، فلیسوفان، روڼ اندی، مفکرین، پروفیسران اوډاکټران ورباندی په ډېره مینه سره لومړی لیکنې ورباندی کوی، کتابونه چاپوی اوپه دوهم ځل کی داسلام مبارک دین قبلوی؛ اوکه هغه کسان چي اسلام قبول نه کړی نوداسلام دحقیقت څخه سترګې نشی پټولای اوواقعیت بیانوی۔

نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د