ځانګړي راپورونه

ايا ټرمپ د سپينې ماڼۍ له پرېښودو مخکې د ایراني اټومي ساينسپوه په وژلو د نوې جګړې هوډ لري؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې اندېښنې شته، د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ په وروستيو اونيو کې د ایران اټومي ساينسپوه په وژل کېدو د ایران او دښمنو قوتونو ترمنځ نوې جګړه پيل شي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، د ایران د اټومي پروګرام ستر مشر محسن فخري زاده په وژنه تهران ډېر خشمېدلی او داسې اندېښنې شته، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ جنجال به داسې حالت ته ورسيږي، چې د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن ته به يې رغول ستونزمن وي.

ويل کيږي، چې بايډن غواړي له ایران سره اټومي تړون بېرته فعال کړي او د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ تګلاره ورسره له سره پيل کړي.

محسن فخري زاده د تېرې جمعې په ورځ پلازمېنې تهران ته څېرمه په يوه غلجکي بريد ووژل شو، خو برید کوونکي يې لا هم نه دي نيول شوي.

د ایران سپاه پاسداران وايي، محسن فخري زاده د امريکا او اسرائيلو په دسيسه کې د امريکا په مرمۍ لګېدلی دی.

د محسن فخري زاده موټر، چې د تېرې جمعې په ورځ تهران ته څېرمه په يوه غلجکي بريد کې ووژل شو

د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم د فخري زاده د وژنې په تړاو په خپل ټويټ کې ویلي: «په دې اړه ډېرې خطرناکې نښې شته او غربي دولتونه بايد دوه مخې تګلاره پای ته ورسوي او دغه دولتي ترهګري وغندي.»

د ایران د مذهبي لارښود اية الله علي خامنه‌‌يي پوځي سلاکار حسين دهقان ويلي: «موږ به د دې شهيد قاتلين د بريښان د پړق غوندې ووهو او دوی به پر دې کار پښېمانه کړو.»

دهقان زياته کړې، چې صهويني حکومت د خپل اتحادي په وروستيو ورځو کې «اشاره يې ټرمپ ته ده» د ایران پر خلاف د نوې جګړې پيلول غواړي.

د سپاه پاسدران سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د ایران د ملي امنيت شورا له لوړپوړو پوځي چارواکو سره بېړنۍ ناسته کړې او د راتلونکي پلان په اړه يې سلامشورې کړي دي.

د امريکا د کانګریس غړي سناتور برني سنډرز د محسن فخري زاده وژنه غندلې او دا يې پاروونکی عمل بللی دی.

خو سپينې ماڼۍ، پنټاګون، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او استخباراتي ادارو د محسن فخري زاده په وژنه له څه ویلو ډډه کړې ده او د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن ټیم هم په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

اسرائيلو هم په دې اړه له څه وويلو ډډه کړې، خو خپلو اتباعو او ډيپلوماټانو ته يې د ځان ساتلو او احتیاط سپارښتنه کړې ده.

غربي استخباراتي کړۍ او اسرائيل وايي، فخري زاده د ایران د اټومي پروګرام بنسټګر مشر و او دغه پروګرام په ۲۰۰۳ کال کې درېدلی دی.

اسرائيل او واشنګټن پر تهران تور پورې کوي، چې په پټه يې اټومي پروګرام پرمختګ پيل کړی، خو ایران له تېرو څو کلونو راهيسې د يورانيمو د غني کولو راپورونه رد کړي دي.

د جوبايډن لپاره خنډونه رامنځته کول

د امريکا تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د ۳م نومبر ټاکنې يې بابللي او د جنورۍ په ۲۰مه به واک جوبايډن ته پرېږدي ويلي، چې ایران د اټومي وسلو جوړولو توان لري او د دې لپاره يې هلې ځلې هم پيل کړي دي.

ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال له ایران سره له شوي اټومي تړونه په يو اړخيزه توګه ووت او پر ایران يې نوي بندیزونه ولګول. د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن ويلي، چې دی به يو ځل بيا له ایران سره اټومي تړون بېرته فعال کړي. د بايډن د څرګندونو سربېره ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې دا کار به دومره اسانه هم نه وي او دواړه لوري به اوږدو بحثونو ته اړتيا ولري او امريکا به له ایرانه يو شمېر مهم ضمانتونه وغواړي.

له ایران سره د اټومي تړون لپاره د بارک اوباما سلاکار روبرټ مالي د جوبايډن ادارې ته په غیر مستقيمه مشوره کې ويلي، چې د ټرمپ د واکمنۍ په وروستيو کې د فخري زاده وژنه د دې هڅه ده، چې له ایران سره د اړيکو جوړولو او نږدې کېدو پر وړاندې خنډونه جوړ شي.

نوموړي زياته کړې، «د ټرمپ يوه ستره موخه دا ده، چې ایران ته تر ټولو ستر اقتصادي زيان واړوي او اټومي پروګرام يې زيانمن کړي او بله موخه يې دا کېدای شي، چې د بايډن ادارې لپاره له ایران ډيپلوماټيکې اړيکې جوړول او اټومي تړون ته ورګرځېدل ستونزمن کړي»

پر ایران بريد

يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي د روانې نومبر مياشتې په پيل کې ويلي و، چې ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت او پوځي مسؤولينو سره د ناستې پر مهال له هغوی غوښتي و، چې پر ایران د بريد لپاره په غوراوي فکر وکړي، خو وروسته له دې پرېکړې تېر شو، چې کېدای شي د جګړې پېښېدو په صورت کې به ټول منځني ختيځ کې د جګړې اور بل شي.

د روان ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې امريکا د پې پيلوټه الوتکې په برید کې د سپاه پاسدران د بهرنيو جنګياليو د القدس دلګۍ مشر او ځواکمن جنرال قاسم سليماني د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه وواژه. له دغه برید وروسته ایران په عراق کې پر درې امريکايي اډو توغنديز بریدونه وکړل او دواړه لوري په ظاهره جګړې ته نږدې شوي وو.

د اسرائيلو له لوري د فخري زاده يادول

محسن فخري زاده د ایران اټومي پروګرام لپاره ډېر مهم سړی و، په ۲۰۱۸ کال کې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په خپلو څرګندونو کې د هغه نوم او انځور خپور کړی و او هغه يې خطرناک سړی بللی و. هغه مهال نتنياهو له خلکو غوښتي و، چې د فخري زاده نوم په ياد ولري.

هغه مهال نتنياهو له خلکو غوښتي و، چې د فخري زاده نوم په ياد ولري.

د ټرمپ په اداره کې د دفاع وزارت «پنټاګون» پخواني سلاکار مايکل مولروي ويلي، چې فخري زاده د ایران اټومي پروګرام تر ټولو ستر سړی و او د هغه د وژنه به د ایران اټومي پروګرام له ستونزو سره مخ کړي او کېدای شي ایران د هغه د وژنې غچ لپاره ستر ګام پورته کړي.

د ټرمپ د واکمنۍ په وروستيو وختونو کې اسرائيلو د امريکا په منځګړيتوب له يو شمېر عربي هېوادونو سره د اړيکو رغولو تړونونه وکړل او دغه هېوادونه وايي، چې ایران د عربو او اسرائيلو ګډ دښمن دی. اسرائيلي رسنيو دا هم ويلي، چې نتنياهو تېره اونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو سره په ګډه سعودي ته پټ سفر هم کړی و.

د تېرې جمعې په ورځ د فخري زاده له وژنې مخکې اسرائيلي چارواکو له ځينو عربي دولتونو سره په دې سلامشورې پيل کړې وې، چې ایران سره څه ډول چلند وکړل شي.

د اسرائيلو د استخباراتي ادارې يوه چارواکي تساحي هنجبي ويلي، چې ستونزه ټرمپ، يا اسرائيل نه دي، بلکې اصلي ستونزه ایران دی او د هغې اندېښنې مخه نيول دي، چې د امريکا نوې ادارې ورسره د اټومي تړون بېرته فعال نه کړي؛ ځکه چې  د ایران اټومي پروګرام او پراختيايي فکر خليجي دولتونو لپاره هم ستر ګواښ دی.

نوموړي ويلي، چې دوی به پر هغو ټولو لارو چارو فکر وکړي، چې له ایران سره څه ډول تعامل وکړي.

د کارپوهانو په وينا ټرمپ غواړي د واشنګټن او تهران ترمنځ نه حل کېدونکی جنجال رامنځته کړي، خو يو شمېر نور کارپوهان بيا په دې باور دي، چې تهران به هېڅکله ستر غچ اخيستونکی ګام پورته نه کړي او دا ډول ګام پورته کول به ورته خطرناکې پایلې ولري.

د امريکا او ایران ترمنځ د اړيکو او پېښېدونکو ستونزو لپاره راتلونکې ورځې ډېرې مهمې دي.

ایران به د امريکا پر خلاف د محسن فخري زاده د غچ لپاره څو غوراوي په ذهن کې ولري،په راتلونکي ځانګړي راپور کې به پرې بحث وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x