روغتیا

افغانستان کې د کرونا تېر څلورویشت ساعتونه: ۲۸۳ کسان پرې اخته او ۱۶ مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ۲۸۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۶ کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کرونا ویروس له ۱۳۰۰ شکمنو ازمویل شویو پېښو څخه یې ۲۸۳ مثبتې ختلي، په دې سره هېواد کې د ټولو پېښو شمېر ۴۶۴۹۴ ته لوړ شوی دی.

د اعلامیې له مخې په تازه ثبت شوو پېښو کې تر ټولو زیاتې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار کې شوي چې په ترتیب سره ۳۵، ۳۴، ۳۳، ۳۰، ۲۴ او ۲۴ دي. دغه راز په غزني، پکتیا، فراه، پکتیکا، نیمروز، زابل، تخار، بغلان، پروان، کندوز، هلمند، اروزګان، دایکندي، بغلان او پنجشیر کې هم مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۵۷ تنه له یادې ناروغۍ بیرته ښه شوي چې د روغ شوو شمېر ۳۶۷۸۸ ته رسېدلی. ددې سربېره ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ټولو قربانیانو شمېر ۱۷۷۹ ته پورته شوی دی.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد احمد عثماني په افغانستان کې د کرونا دوهمې څپې د پېل خبر ورکړی و، دوی ویره څرګنده کړې وه چې هېواد کې د شاوخوا ۹۰ زره تنو د مړه کېدو احتمال شتون لري.

یاد وزرات له خلکو غوښتنه کړې وه چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه ددغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي. په دې لړ کې د کرونا د مخنیوي په خاطر حکومت ښوونیز مرکزونه هم د ټاکلې مودې لپاره رخصت کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x