واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د افغان وژني پر سر د چین او اسټرالیا تر مینځ لفظي شخړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ښاغلی ژایو لیجیان، په افغانستان کي د اسټرالیايي ترورسټي عسکرو د جنګي جنایاتو په اړه یو فوټو شاپ عکس خپور کړ، د چین او اسټرالیا تر مینځ لفظي شخړه پیل سوه.

 

د دوشبنې په ورځ د اسټرالیا صدراعظم ښاغلي موریسن دا عسکونه په سختو ټکو وغندل. موریسن خبریالانو ته وویل څرګنده خبره ده چي د چین او اسټرالیا ترمینځ تشنج سته. خو دا يې د فیصله کولو لاره نده. هغه زیاته کړه«موږ له چین ځخه د معذرت غوښتلو مطالبه کوو. د چين حکومت باید لدې پوسټ څخه وشرمېږي.»

 

پدې عکس کي یوه اسټرالیايي ټرورسټ عسکر یوه په وینو ککړه چاړه د یوه افغان ماشوم غاړي ته نیولې ده، او ماشوم په غېږ کي یو وری نیولی دی. د عکس عنوان دی «سوله ساتونکي عسکر». دې عکس په زرهاوو لایک اخیستي دي.

 

د چین د بهرینو چارو د وزارت ویاند ښاغلی ژایو لیکي «د اسټرالیايي عسکرو لخوا د افغان ملکیانو او اسیرانو قتل د چین حکومت شاک کړیدی. موږ په کله دا اعمال غندو، او د دغو عسکرو مجازات غواړو.»

 

چین وايي اسټرالیا په افغانستان کي د خپلو عسکرو د جنایاتو په اړه بې تفاوتي ښکاره کوي. چین وايي د افغانانو ژوند ارزښت لري، او اسټرالیايي عسکر باید د خپل ناوړه چلن په خاطر خجالت وباسي.

 

بلخوا، په افغان سوشل میډیا کي د اسټراليايي ترورستي عسکرو جنایات او بربریت سخت عکس العمل راپارولی دی. اکثره افغانان دا راز جنګي جرمونه په سختو ټکو غندي، او دا د افغانستان د اشغال یوه څرګنده نمونه ګڼي.

 

مګر د کابل رژیم تر اوسه پوري د خپلو خلکو د قتل او ترور په اړه هیڅ موقف ندی نیول، بلکي عمدا يې سکوت اختیار کړیدی.

 

د افغانانو د عزت او ژوند په اړه د غني د رژیم دا ډول بې غوري او بې تفاوتي د کابل د رژیم افغان ضد ماهیت او فطرت ښه برملا کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x