ورزش

په سریلانکا لیګ کې د نوین الحق او محمد عامر ترمنځ لانجه او د شاهد افریدي ننګه – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سریلانکا غوره لیګ سیالیو پرمهال د ځوان افغان لوبغاړي نوین الحق، او د پاکستاني محمد عامر ترمنځ له لوبې وروسته لفظي شخړه رامنځته شوه.

د دوشنبې په ورځ د کانډي ټسکرز او ګالی ګلډيئټرز لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې د نوین الحق او رحمن الله ګربز لوبډلې « کانډي ټسکرز» د محمد عامر او شاهد افریدي لوبډلې « ګالی ګلډيئټرز» ته د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادې لوبې په پای کې کله چې محمد عامر توپ وهنه او نوین الحق د ۱۸م اور توپ اچونه کوله، د دواړو لوبغاړو ترمنځ لفظې ناندرې وشوې، خو دغه ناندرې په ۲۰م اور او له لوبې وروسته لا سختې شوې چې له کبله یې لوبڅاران او لوبغاړي راټول او دواړه لوبغاړي يې جلا کړل.

له لوبې وروسته شاهد افریدي لوبغاړو سره د لاسي تړون پرمهال پر نوین الحق د ستونزې له منځه وړلو او ارام کېدلو غږ وکړ چې ددوی دواړو ترمنځ هم ځینې الفاظ تبادله شول.

دا لومړی وار نه دی چې د لوبې پرمهال د لوبغاړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته کیږي، دغه ډول ناندرې د نړۍ سترو لوبغاړو ترمنځ شوي خو تر میدانه منحصرې وي او له هغه وروسته له منځه ځي.

په خواله رسنیو د افغان کرکټ ډیریکټر رئیس احمدزي، کرکټ مبصرینو، نورو چارواکو او د افغان مینوالو لخوا نوین الحق پر دې ویاړ بلل کیږي چې پاکستاني لوبغاړو ته یې ځواب ورکړی دی.

که څه هم تر دې دمه د سریلانکا غوره لیګ چارواکو لخوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي خو دغه ډول پېښې زیاتره وخت پر لوبغاړو د جریمې لامل کېدلی شي.

نوین الحق تر دې دمه ۲۱ کلن دی او له تېرو دوه کالونو راهیسې يې په افغان ملي لوبډله کې ځای موندلی، ددې سربېره هغه په بنګلدیش لیګ کې هم لوبېدلی دی.

په ۲۰۱۹م کال کې د ویسټ انډيز پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو پرمهال نوین الحق د ویسټ انډیز لوبډلمشر کرن پولارډ سره هم لفظې ناندرې وهلې وې.

باید وویل شي چې په سریلانکا غوره لیګ کې د نوین الحق په ګډون ۷ افغان لوبغاړي په بېلا بېلو لوبډلو کې لوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x