ټولنیزه برخه

د کوچنيانو ځيرکتيا؛ پندونه

ژباړه: دوکتور فضل کريم شرف

۳
اصمعي وايي:
له يوه بانډچي ماشومه مې وپوښتل چې:
ايا ستا خوښه ده چې ته ۱۰۰۰ زره درهم ولرې، خو احمق اوسې
هغه وويل: نه
ما وې ولې؟
وايي معلومه ده چې دا مال به مې د حماقت له وجې نابود شي
بيا به مې مال نه وي او حماقت به مې پاتې وي

درېيم درس:
خپل کوچنيان د شيانو پر ارزښت وروزئ، پر قيمت يې نه
روغتيا له ماله ډېره ارزښتمنه ده، که څه هم يو څوک دومره مال ولري چې د دنيا ټول درمل پرې ورونيسي
خوب له ماله ډېر ارزښتمن دی، که څه هم ستا شتمني دومره وي چې د دنيا ټول بسترونه پرې وپېرې
ضمير له ماله ډېر ارزښتمن دی، اګر که ستا مال د ټولې دنيا ضميرونه اخيستلی شي
ريښتونولي له ماله ډېره ارزښتمنه ده، که څه هم ته دومره مال ولرې، چې د نړۍ ټول درواغژن پرې وپېرې
مال موقتي ملګري درکولی شي، خو حقيقي دوستان نه
زمکه درته پېرلی شي، خو وطن نه
سره زر درته اخيستی شي، خو محبوبه نه
کور درته اخيستی شي، خو کورنۍ نه

بچيانو ته ورزده کړئ چې په ارزښت پسې وګرځي، قيمت پسې نه
انسانان ترې جوړ کړئ، د پيسو ټولولو ماشينان نه
مال که د ژوند عربه ده، نو ټول ژوند خو نه دی
په ژوند کې څه شيان شته چې ارزښت لري خو بيه نه
همدغه شيان ژوند دی
د مور د دعا بيه څومره ده
د پلار د مهربانۍ قيمت څو دی
د نېک زوی او تقوادارې لور قيمت څو دی
د هغې ښځې قيمت څو دی چې ټوله دنيا يې ته يې
د نيمې شپې د دوو رکعتونو لمونځ بيه څومره ده
د پټ خيرات قيمت څو دی
د خيرخوا مين نصيحت په څو کېږي
ملګری ورور څومره بيه لري
او ملګرې خور څومره
دا هغه شيان دي چې پېرل کېږي نه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x