غزه د یهودو تر وحشي بمبارۍ لاندې ده

نن ټکی آسیا: د غزې په تړانګه کې د یهودي اشغالګرو په بمبارۍ کې ۱۲ فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شويدي.

د الجزیرې د راپور په اساس یهودي اشغالګر ځواکونو د غزې ښار په ولسي کورونو بمبارۍ کړي.

په غزه کې صحي سرچینې وايي چې تر دې مهاله دوی ته لسګونه ټپیان راوړل شویدي. د دوی په وینا یهودیانو د غزې د ښار په منځ کې یو موټر بمبار کړی چې په ترڅ کې ۴ فلسطینيان شهیدان شوي.

فلسطیني سرچېنې وايي چې یهودیانو د غزې به ۵۰ بېلابېلو ځایونو بمبارۍ کړي، د دوی په وینا یهودي ځواکونو یو شمېر کورونو نړولي او خلکو ته یې ویلي چې له کورونو ووځي.

غزه د اسراییلو تر وحشي بمبارۍ لاندې

غزه د اسراییلو تر وحشي بمبارۍ لاندې

یهودي پوځ وايي چې دوی د ځمکني عملیاتو سربېره پر ټولو لارو سوچ و فکر کوي.

بل خوا حماس اسراییلو ته ګواښ کړی که اسراییل په ولسي وګړو بمباري بس نه کړي د داسې بریدونو سره به مخ شي چې په اړه به یې سوچ هم نه وي کړی.

د القدس په نوم پوځي ډلې ویلي چې د دوی ځواکونو په ځوابي بریدونو کې په اسراییلو ۶۰ مزایل وار کړي.

د یهودي اشغالګرو او فلسطیني مسلمانانو تر منځ تاوتریخوالي هغه وخت زور واخېست چې یو فلسطینی ځوان اسراییلو ژوندی وسوځولو.

اسراییلو دغه کار د درې یهودي ځوانانو د وژنې په غچ کې کړی. دغه یهودي ځوانان نامالومو کسانو له لوري وژل شوي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د