شعـــــرونه

چاړه پرته د ګل ماشوم په مرۍ/ ريحان

شفاعت ريحان

چاړه پرته د ګل ماشوم په مرۍ
اوښکې يې ډنډ شوې فرشتو سترګو کې
د سوله ساتو يو پوځي جلاد يې
وهي په پاکو پښتنو سترګو کې

ډرون او بلک هاک را باندې دوی ازمايل
د دهشتګر تور و په موږ تړلی
وچه ډوډۍ باندې ماړه نۀ و، خو
د هر خطر تور و په موږ تړلی

زما په کور يرغل همدوی کړی و
خو د ياغي نامه يې ماته راکړه
زندان کې سپيو باندې دوی داړلم
او د وحشي نامه يې ماته راکړه

دوی که وژلی وای، خبره نۀ وه
ما که دفاع کول، قاتل به شومه
دی بوت پرسته به په حقه وخوت
زۀ خدای پرسته په باطل به شومه

څو بې ضميره بيا زما د وطن
د دوی په څنګ شوه د ډالرو زامن
د سرو کفارو بوټ پاکي يې کول
د سرو او تورو يرغلګرو زامن

زما په تن ويني، تودې اوښکې به
په تلوېزيون کې په رنګو اوښتې
خبريالان څۀ مکاران خلک و
زما سلګۍ په زمزمو اوښتې

د شفاعت په کنډواله هيواد کې
ربه د وينو ويالې وچي کړه بس
مؤمن کامياب او ديموکرات ختم کړه
او مفکورې يې ورته پوچي کړه بس

پای
ټول نظم مې د دې انځور د ليدلو له درد وليکه
انځور کې يو اسټراليايي عسکر ښکاري چې له يوې افغاني ماشومې د چړې په توسط سر پرې کوي او له چړې سره ورته ولاړ دی
انځور د چين د بهرنيو چارو وزارت يو وياند پر خپل ټويټر نشر کړی دی او اسټراليا يې د ليرې کولو غوښتنه ترې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x