
امریکايي ځواکونو عراق کې د «سپاه پاسداران» یو لوړ پوړی قومندان وژلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): امریکايي الوتکو د عراق او سوریې سرحدي سیمه کې د ایراني ملیشو«سپاه پاسداران» یو لوړ پوړي قومندان په ګډون ۴ تنه وژلي دي.
دالعربیه تلویزیون د راپور له مخې په سوریه او عراق کې د ایران د سپاه پاسداران ملیشو جګپوړی قومندان «مسلم شهدان» د یکشنبې په شپه ناوخته له سوریې څخه عراق ته د ننوتلو په حال کې ؤ، چې د عراق په سرحدي ښار ګوټي «القائم بوکمال» کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو لخوا یې د سپرلۍ موټر په نښه شو.
په خبر کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې د «سپاه پاسداران» قومندان «مسلم شهدان» له خپلو ۳ ساتونکو سره یوځای وژل شوی او د سپرلۍ موټر یې هم سوځېدلی دی.
عراقي چارواکو دغه پېښه تایید کړې؛ خو د جزیاتو ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.
په عراق او سوریه کې د ایراني ملیشو د تنظیم او همغږۍ قومندان «مسلم شهدان» په داسې مهال د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل کیږي چې روانه اونۍ تهران ته څېرمه د ایران یو لوړ پوړی اتومي ساینس پوه محسن فخري زاده هم په یو وسله وال برید کې ووژل شو، د کوم برید پړه چې ایران پر اسرائیلو او امریکا ور اچولې او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال ۲۰۲۰م کال په جنوري میاشت کې امریکايي ځواکونو د عراق پلازمینې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د سپاه پاسداران د «القدس» لوا مشر قاسم سلیماني هم په یو هوايي برید کې ووژلو، د کومې له امله چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.
په منځني ختیځ کې د چارو شنونکي وايي، د ایران اتومي تأسیساتو، ساینس پوهانو او پوځي قومندانانو په نښه کولو سره امریکا او اسرائیل غواړي هغه عرب پادشاهان خوښ وساتي کومو چې په دې وروستیو کې اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي کړې دي.