
نیویارک ټایمز: له افغانستانه یو مسولانه راوتل
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امریکا معتبر اخبار نیویارک ټایمز د نومبر پر ۳۰ پخپله سرمقاله کي لیکي، کلونه کلونه کېږي چي د افغانستان بندون (بن بست) امریکايي مقامات له دوو آپشنونو سره مواجه کړيدي: یا باید یو فاسد، غل، او بې اتفاقه حکومت په کابل کي د ابد لپاره وساتي، او یا خپله ماتې ومني، او له افغانستانه راووځي.
سر مقاله وايي خو وروسته له ۱۹ کالو څخه په واشنګټن کي له افغانستانه د راوتلو اجماع جوړه سوېده. مګر د عسکرو د راوتلو د سرعت او دا چي ایا هلته باید د تروریزم ضد څه عسکر پرېښودل سي او کنه، دا سوالونه لا ندي فیصله سوي.
د نیویارک ټایمز سر مقاله وايي دا چي د ټرمپ ادارې د امریکايي عسکرو د راایستلو لپاره ځیني ګامونه اخیستي دي، د ټرمپ دا کار باید تقدیر سي.
سر مقاله وايي که څه هم طالبانو د سوشل میډیا له طریقه اعلام وکړ چي د خبرو د طرز العمل په برخه کي پرمختګ سویدی، خو د اشرف غني حکومت د موافقې خبره رده کړه.
سر مقاله لیکي ټرمپ غواړي چي خپله وعده پوره کاندي او امریکايي عسکر له افغانستانه راوباسي. په عین زمان کي، جو بایډن به هم د ټرمپ له پلان سره مخالفت و نه کړي. ځکه بایډن د اوباما له سرج (عسکرو زیاتونې او لوی عملیاتو) سره مخالف وو. بایډن پخپلي مقالې کي لیکي دي«د ډیر وخت راهیسي د ابدي جنګونو د ختمولو وخت راسېدلی دی.»
د نیویارک ټایمز سر مقاله لیکي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل باید د دې سبب نه سي چي د افغان ولس سره مالي مرستي ختمي سي، او په سیمه کي انارشي خوره سي. متحده ایالات اخلاقي مسولیت لري چي په سیمه کي د خپلو ملګرو په کومک هغه چټلي پاکه کړي چي امریکا يې شا ته پرېږدي.
سر مقاله وايي امریکا د دې جیوپولیتک قابلیت لري چي له افغانستانه په طیارو کي راووځي، خو د افغانستان ګاونډیان دا کار نه سي کولای. د افغانستان هیڅ ګاونډ په کابل کي یو ناکام دولت نه غواړي. که چیري د همدې ګاونډیانو سره ګډ کار وسي، هغوی به په ګډه د سولي له پروسې څخه ملاتړ وکړي.
د نیویارک ټایمز سر مقاله لیکي افغانستان یو له هغو نادرو ځایونو څخه دی چي ایران، روسیه، چین، پاکستان، او متحده ایالات ګرده مشترکي منافع لري، او موازي حرکت سره کوي. ټول غواړي چي امریکا په منظم او مسولانه توګه راووځي، او اجازه ور نه کړي چي افغانستان یو ځل بیا د سقوط کندي ته ولوېږي.
سر مقاله لیکي د جو بایډن اداره باید منطقوي دپلوماسي ته مخه کړي. د امریکا د عسکرو راوتل باید د سولي یوه داسي پروسه برمته نه کړي چي ښايي هیڅکه هم عملي نه سي. په افغانستان د امریکا د سفارت د ساتلو لپاره څه عسکرو ته اړتیا سته. د جو بایډن اداره د دې وخت لري چي له افغانستانه په مسولانه توګه امریکايي عسکر راوباسي.