
کابل حکومت له پاکستان سره نظامي کمېټه جوړه کړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» د سفر او د ګڼ شمېر پاکستاني بندیانو د خلاصون په تعقیب د کابل حکومت او اسلام اباد تر منځ ګډه نظامي کمېټه جوړه شوې.
په کابل کې د پاکستان سفیر «منصور احمد خان» له اریانا نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د دواړو هیوادونو ګډو نظامي او امنیتي چارو ته د لاسرسي په موخه د کابل او اسلام اباد تر منځ نظامي کمېټه جوړه شوې.
نوموړي که څه هم ددې کمېټې د جوړښت او ترکیب په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي؛ خو د غني له لوري د پاکستاني بندیانو د خلاصون له فرمان یې هرکلی کړی او په خبره یې دا ګام به د پاکستان او افغانستان اړیکې نورې هم غښتلې کړې.
منصور احمد خان ددې تر څنګ د سولې رامنځته شوی فرصت د افغانستان لپاره بې ساری بللی او ادعا يې کړې چې په دوحه کې د مذاکراتو او سولې پروسې پرمختګ ددوی، امریکا او نورو هیوادونو د ګډو د هڅو پایله ده.
د پاکستان سفیر په دواړو هیوادونو غږ کړی، چې تېر په هېر حساب کړي او په راتلونکي کې د غښتلو اړیکو نوی باب پرانېزي.
د پاکستان سفیر داسې مهال د نظامي کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي، چې څه موده وړاندې پاکستان ته د عمران خان له سفر سره هم مهاله کابل حکومت له پاکستان سره د «ګډ لیدلوري» تر نامه لاندې سند لاسلیک کړ او په یاد سند کې ټینګار وشو، چې دواړه لوري به په امنیتي او استخباراتي برخه کې اړیکې غښتلې کوي.
غنی وزرونه کړی. وایی چی د مږی مرګ رانیژدی شی بیا وزرونه کوی. غنی د خپل حکومت د بقا لپاره هر خواته لاس اچوی ولو که وطنفروشی هم وی. الله دی ورک کړی.