افغانستان

اشرف غني: د زور واکۍ په فرهنګ باور نلرو

نن ټکی اسيا: د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې هېواد کې دزور واکۍ په فرهنګ باور نلري.

ډاکټر غني احمدزي نن ماښام کابل کې په يوه خبري غونډه کې و ويل، چې د افغانستان ولس خپلو مشروعو او قانوني هيلو ته په رسيدو دی.

ډاکټر غني وايي، چې د دوهم پړاو ټاکنو پايلې هېواد د سولې او ارامتيا پر لور بيايي او د ټاکنيزو شکايتونو حقوقي ارزونې ته پوره درناوی لري.

ښاغلي احمدزي زياته کړه، چې د هېواد د نافذه قوانينو له مخې د دوهم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې او په ډېره لوړه حوصله د نهايي پايلو اعلان ته په تمه دی.

نوموړي هېواد کې د روانو سياسي ترينګلو حالاتو په اړه و ويل، چې دوی هيڅکله د زور واکۍ په فرهنګ باور نلري او د واک لپاره له زور او شخړو کار اخيستل له قانونه سرغړونه ده.

ښاغلي غني دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم نن د لويې جرګې تالار کې اعلان وکړ، چې د ټاکنو کميسیون لخوا اعلان شوې پايلې نه مني او دا يې د کرزي، ټاکنو کميسيون او ډاکټر اشرف غني ګډ درغليز کمپاين وباله.

ښاغلي عبدالله عبدالله و ويل، چې دی پوره ډاډه دی، چې ټاکنې يې ګټلي دي او څو لنډو وروځو کې به خپل قانوني دولت اعلان کړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي له خپل سيال ډاکټر عبدالله وغوښتل، چې د ټاکنو پايلو ته درناوی وکړي او د موازي حکومت له خبرو دې تېر شي.

د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو ټاکنې د جوزا په ۲۴ نيټه تر سره شوې او پرون د چنګاښ په شپاړسمه يې پايلې اعلان شوې.

د ولسمشريزو دوهم پړاو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي۵۶،۴۴ او ډاکټر عبدالله عبدالله۴۳،۵۶ سلنه رايې وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x