نړۍ

سعودي عربستان اسرائيلي الوتکو ته د خپل فضايي حريم د کارولو اجازه ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سعودي عربستان اسرائيلي الوتکو ته د خپل فضايي حريم د کارولو اجازه ورکړې ده.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، سعودي عربستان اسرائيلي الوتکو ته په داسې حال کې له خپل حريم څخه د تېرېدو اجازه ورکړې، چې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم او سلاکار جيريډ کوشنر له سعودي چارواکو سره ځانګړې ناستې کړي دي.

د اسرائيلو «۲۴نيوز» ليکلي، چې جيريډ کوشنر او نورو چارواکو سعودي ته د سفر پر مهال دا موضوع راپورته کړې وه.

اسرائيلي چارواکو ويلي، دوی له واشنګټن څخه غوښتنه کړې وه، چې سعودي عربستان راضي کړي، تر څو اسرائيلي الوتکو ته د خپل فضايي حريم د کارولو اجازه ورکړي.

رویټرز د اسرائيلي چارواکو له قوله ليکلي، چې په دې اړه له سعودي سره په روغې جوړې کې بريالي شوي دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دې پرمختګ هرکلی کړی، دا يې «ستره لاسته راوړنه او د سولې لپاره غوره ګټه» بللې ده.

نتنياهو په خپل ويډويي پيغام کې ويلي، چې د سعودي له فضايي حريم څخه د تېرېدو له امله به د اسرائيلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ سفر لنډ شي.

نوموړي د سعودي د دې پرېکړې له امله د سپينې ماڼۍ له سلاکار جیريډ کوشنر او د متحده عربي اماراتو له وليعهد محمد بن زايد څخه هم مننه کړې ده.

سعودي په داسې حال کې اسرائيلي الوتکو ته له خپل فضايي حريمه د تېرېدو اجازه ورکړې، چې د اسرائيلي رسنيو د رپوټونو له مخې څو ورځې وړاندې د اسرائيلو لومړی وزير نتنياهو د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره سعودي عربستان ته تللی و او هلته يې له سعودي چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د سپينې ماڼۍ سلاکار جيريډ کوشنر وايي، د اسرائيلو د مستقبل ستونزې بايد حل شي او کوم اسرائيل، چې متحده عربي اماراتو او بحرين ته سفر کوي، بايد د سعودي له فضايي حريمه تېر شي.

د يادونې وړ ده، چې تېر سپټمبر کې متحده عربي اماراتو او بحرين د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو تړون وکړ او دواړو دولتونو له اسرائيلو سره له ويزې پرته د تګ راتګ تړون هم لاسليک کړی دی.

د فلسطين سربېره په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې له اسرائيلو سره هر ډول اړيکې له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بلل شوي او په ټوله اسلامي نړۍ کې دا اړيکې په سختو ټکو غندل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x