افغانستان

د سولې پروسې څخه د غني لاسونه لنډیږي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د نومبر په ۱۵مه نیټه په دوحه کې د طالبانو او کابل ټیم تر منځ پر طرز العمل باندي توافق وشو، ټاکل شوې وه چې د دواړو ټیمونو مشران دغه توافقنامه امضاء کړي او د بین الافغاني مذاکراتو اجنډا باندې بحث پيل شي.

دواړو اړخونو باندې د نړیوالې ټولنې فشار ؤ، په ځانګړي ډول د قطر، امریکا، اندونیزیا، ناروې، جرمني. چې له امله يې انعطاف وښودل شو او توافق را منځته شو.

په طرز العمل کې عموما د طالبانو یوه غوښتنه ومنل شوه، او د مقابل اړخ کابل ټیم درې(۳) غوښتنې ومنل شوې.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ترکیې ته تر سفر مخکې طرز العمل باندې موافقه کړې وه، متن یې تصویب کړی ؤ او د مذاکراتي ټیم مشر ته یې هدایت کړی ؤچې ده ته متن منظور دی، د طالبانو سره دې امضا کړي، ځکه چې د ټیم اکثره غړي هم ورسره موافق وو.

کله چې دغه بن بست مات شو، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د نومبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه د کابل حکومت مشر اشرف غني سره تلیفون وکړ او هغه ته یې د بن بست ماتېدو او د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړ.

وروسته تر هغه چې د دواړو مذاکراتي ټیمونو تر منځ بن بست مات شو، ډاکټر غني د دوحې سره تماس نیسي او د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او د ارګمشر ستر سلاکار سلام رحیمي په عاجله توګه کابل ته غواړي. ددې لپاره چې هغوی عاجل کابل ته ورسول شي، اشرف غني د ملګرو ملتونو یوه الوتکه دربسته کوي. کله چې دواړه کسان کابل ته رسیږي او انتظار یې اوږدیږي، طالبان د مقابل جهت د ټیم څخه غوښتنه کوي چې د سولې خبرې باید پرمخ روانې شي. د ټیم غړي چې اصل حقیقت څخه ناخبره دي، د معصوم ستانکزي د را پیدا کولو کوشش کوي. په پیل کې معصوم ستانکزی بهانه کوي او وایی چې ناروغ یم، نشم کولای چې دوحې ته حاضر شم خو وروسته یو ناڅاپه دوحې ته ځي.

کابل ته د معصوم ستانکزي تګ او هلته د ځنډ وروسته د مذاکراتي ټیم تر منځ ابهامات او شکونه زیاتیږي. هغوی مخکې د طالبانو سره توافق ته رسیدلي وو او تمه وه چې د طرزالعمل متن رسما امضاء شي، دوی اوس له شرمه د طالبانو څخه پټېدل او هیڅ چاته یې مخ نه درلود. وروسته د ټیم غړي متوجې کیږي چې ارګ د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ څخه راضي نه دی او د ۲۱ مادو لرونکي طرزالعمل د لاسلیک سره موافقه نه لري. د ارګ له لوري دغه مخالفت د کابل په مذاکراتي ټیم کې درز اچوي.

سرچینې وايي چې اشرف غني په ارګ کې معصوم ستانکزی په ډیره تونده لهجه او بدو ردو سپک کړی دی چې ولي يې د طالبانو سره په خپل سر موافقه کړې ده. او شکایت یې کړی چې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ددې پر ځای چې خپل ټیم یې ورکړي، د قطر امیر (شیخ تمیم بن حمد) ورکړی دی.

اوس خو طالبانو له خپل اړخه اعلان کړی چې د طرزالعمل پر ټولو مادو موافقه شوې ده؛ خو د کابل مذاکراتي ټیم ویاند وايي، چې د طرزالعمل په مادو توافق شوی، لیکن د مقدمې پر سر اختلاف موجود دی. سرچینې وايي چې اشرف غني غواړي د طرزالعمل متن کې یوه ضمیمه هم ور زیاته کړي، په کومه کې چې د «سولې مشورتي لویې جرګې» او «ملګرو ملتونو د امنیت شورا» د ۲۵۱۳ نمبر پرېکړې یادیږي.

اشرف غني چې تراوسه توانېدلی افغانستان کې د امریکا او خلیلزاد د طرحې مطابق د سولې مخه ونیسي،  ګومان کوي چې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن د لوړې پورته کولو نه وروسته به په افغانستان او سیمه کې د واشنګټن تګلاره تغییر وکړي او د افغانستان له مسائلو څخه به د خلیلزاد لاس لنډ شي. غني فکر کوي چې د امریکا متحدو ایالتونو نوې اداره به د ولسمشر ټرمپ پر خلاف طالبانو سره د سولې تړون او افغانستان څخه د بشپړ وتلو تګلارې باندې له سره غور وکړي. له همدې کبله غني خپلې ټولې هڅې د سولې مذاکراتو کې د پرمختګ د مخنیوي لپاره په کار اچولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د جوبایډن د لوړې مراسمو ترسره کېدو لپاره نږدې دوه میاشتې وخت پاتې دی.

د افغانستان د سولې پروسه کې دخیل هېوادونه د دوحې له جریان او کابل کې د غني له «کاڼو» رغړولو څخه خبر شوي، هغوی دېته متوجه شوي چې اشرف غني د سولې مذاکراتو کې له پرمختګ او له سوله ییزې لارې د روانې جګړې ختمولو سره مخالف دی. د غني ستراتيژي داده چې په هره بیه وي د خپلې واکمنۍ دوهمه دوره(پنځه کلونه) پوره کړي، هغه په دې هم ښه پوهیږي چې له طالبانو سره د سولې تړون به افغانستان کې د مؤقتې یا انتقالي ادارې رامنځ ته کېدو پورې تړلې وي.

اوس نړیوال فشارونه ددې لپاره پیل شوي چې د سولې پروسې څخه د غني لاسونه لنډ کړي، اروپايي ټولنې، امریکا او برتانیا په جلا جلا خبرپاڼو کې د کابل ادارې څخه غوښتي چې زر تر زره د «ملي پخلاینې عالي شورا» تشکیل کړي.

د ارګ او سپيدار ترمنځ د ۲۸ ثور ۱۳۹۹ل سیاسي هوکړې له مخې د سولې پروسې رهبري د «ملي پخلاینې عالي شورا» مشر عبدالله عبدالله پر غاړه ده؛ خو اشرف غني د دې شورا د تشکیل د مخنیوي هڅه کړې ترڅو د سولې په خبرو کې ورته د لاسوهنې او په مذاکراتي ټیم کې د «نفوذ» زمینه ورته برابره وي.

لیکن اوس داسې ښکاري چې د هېواد سیاسي مشران د سولې نړیوالو ملاتړو ټولنو سره په همغږۍ هڅه کوي ترڅو د سولې پروسې څخه د غني لاسونه لنډ کړي. د «ملي پخلاینې عالي شورا» جوړښت رامنځ ته کېدو او ددې شورا د لومړنۍ جلسې له دائرېدو سره به د سولې پروسه کې د ارګ د لاسوهنو مخه نیول شوې وي.

تردې وروسته به ښايي د کابل ټیم مذاکراتي هیئت د مذاکراتو پروسه کې د پرمختګونو او ننګونو په هکله د «ملي پخلاینې عالي شورا» مشرتابه ته راپور ورکوي. د ملي پخلاینې عالي شورا په مشرتابه کې زیاتره سیاسي او پخواني جهادي مشران، د حکومت لوړ پوړي استازي، مدني فعالان، د ښځو، ځوانانو او مختلفو ټولنو استازي برخه لري.

له هشت صبح ورځپاڼې د راپور ژباړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x