
د ملګرو ملتونو استازې د افغان سولې په تړاو دوحې ته سفر کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» مشره «دیبورا لینز» په دوه ورځني سفر د قطر پلازمېنې «دوحې» ته رسېدلې.
د یوناما له ادرسه په ټویټر لیکل شوي، چې دیبورا لینز به دوحې ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو او د کابل د مذاکراتي ټیم له غړو سره وګوري او له هغوی سره به د افغان سولې او د جینوا کنفرانس د لاسته راوړنو په اړه وغږېږي.
UN envoy for #Afghanistan @DeborahLyonsUN arrived in Doha for two-day visit. Meetings include members of Taliban leadership & Republic’s Negotiating Team to discuss progress on peace and results of #Afghanistan2020 Conference.
— UNAMA News (@UNAMAnews) December 1, 2020
دغه سفر داسې مهال دی چې د افغان سولې پروسه کې د دواړو لورو د مذاکراتي ټيمونو تر منځ نسبي پرمختګ رامنځته شوی او له اوږده ځنډ وروسته د کابل ټيم منلې، چې د طالبانو او امریکا توافقنامه به د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ وي .
دغه توافق که څه هم په لومړیو کې د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» له مخالفت سره مخ شو، خو ویل کېږي پر نوموړي باندې نړیوالو فشار راوړی او په دې توګه یې ورباندې منلې چې له شوي توافق شاته نشي.