شعـــــرونه

وچه څانګه وي خو ستا په مینه ګل شي/ دانش ملنګ

دانش ملنګ

وچه څانګه وي خو ستا په مینه ګل شي
ماتې ماتې کرښې خوند وکړي غزل شي

مړاوې هیلې د شاعر زړۀ کې ژوندۍ شي
ستا نامه یې د زړګي په شونډو ښکل شي

د حسان ابن ثابت جای نشن یې
زمزمه دې په دښمن باندې اجل شي

د مۍ خوار غوندې نشه شم خوب مې یوسي
ستا د مینې ترنم پرې مکمل شي

تا ساتلی دی سنګر د فرهنګ یاره
ذوالجلال دې ستا په هره ګړۍ مل شي

ګورۀ پام د بل هدف لپاره مه ځه
هسې نه سپېڅلی نوم دې پرې بدل شي

د خپل دین د سرلوړۍ ترانې وایه
چې مسیر دې د حسان په زرین پل شي

حنجره دې په تول عمر خپه مــــشه
غږ دې خوږ لګي سم نقل د بلبل شي

ستا دانش ملنګ به تل درباندې ویاړي
ستا د ناز خوب دې د حورو به څنګل شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x