دیني، سیرت او تاریخ

د نبوت انساني اړتيا«څلورمه برخه»

اسدالله رزین

کامل پیغام او کامل پیغمبر محمد(ص):
د عربو شګلن جغرافیایي موقعیت رښتیاهم د یوې اوږدې مودې لپاره د نبوي پیغام له وړانګو لرې او په تیاره کې پاته سوی و.

دا د جهل په لومو کې بنده موده د هود(ع)او صالح(ع)تر زمانې پوري رسیږي، چې په ماقبل تاریخ زمانه پورې اړه لري. په دې معنی چې د لومړي وار لپاره د هغوی(ع)په زمانه کې د وحيې وړانګې یاد موقعیت ته ورسیدې او بیا د ابراهیم (ع) او اسمعیل(ع) په مبارک دور کې عربي موقعیت د وحيې په وړانګو کې ولمبول سو.

تر یاد امید بښوونکي دور دوه نیم زره کاله وروسته انسانیت نور د نبوت او وحيې په اړه نا بلد او شکمن نه و او اسماني پیغام په هر وخت کې لاس په لاس هر چاته ورسید او دا ځنځیري ټینګه لړۍ په دومره اوږده موده کې ځکه ونه شلیده چې پیغام یو و.

دا ټول هغه څه و چې بشریت یې کامل پیغام او پیغمبر ته د ښه راغلي په هڅولګیا کاوه چې لګيا شو.

د عبدالله او آمنې بنت وهب واده:
جرهمیانو له بني خزاعه ډیره سخته ماتې وخوړه، نو ځکه یې د تیښتې په وخت کې د کعبې ټول قیمتي شیان د زمزم څا ته ورواچول او دومره خاورې یې پسې ورتوکړې چې د څاه نښې یې بیخي له منځه یووړې، خو بنو خزاعه د اوبو له نشتوالي سره سره تر(۳۰۰)کلونو پورې په مکة کې پاته سو ترڅو چې د کعبې د چوپړ چارې عبدالمطلب ته ور ورسیدې.

عبدالمطلب د پاک زړه لرونکی او پاک روح یې د غیبي الهامونو د منلو لپاره چمتو وه.

یوه شپه په خوب کې یو چا چې د هغه نه لید ورته وویل چې د قریشو د قرباني سیمې ته ورسه هر ځای چې برګ کارغه مشوکه وهله هلته د زمزم څا ده.

عبدالمطلب سهار په ډیره وارخطايي او بیړه له خوبه را پاڅید او ورښودل سوي ځای ته ورغی.
هلته یې هغه ولیدل چې په خوب کې یې اوریدلي وو، عبدالمطلب د زړه خوځښت نور هم تیز سو او هیلو  یې د زړه تیارې ور روښانه کړي.

عبدالمطلب او هیلې یې یو ځای کور ته را ورسیدل او ځپل یواځنی زوی حارث یې له کولنګ او بیلچې سره د ځان ملګری کړ او د څا په کیندلو یی پیل وکړ.

هیلې او ناهيلې په عبدالمطلب را تاو وې، ښه خولې سو، سا یې هم جوړه کړه او بیا یې د کولنګ یو پیاوړی وار وکړ او د کولنګ څوکه له یوه ټینګ شي سره ولګیده.

عبدالمطلب خاورې لرې کړې چې سترګې یې په دوو طلایي هوسویو ولګیدې او ورسره یوځای اوبه هم ور ښکاره سوې.

عبدالمطلب له خوشالۍ په ډیر لوړ آواز نارې کړې چې دغه ده د زمزم او اسمعیل (ع) څاه.

قریشو د عبدالمطلب آواز واورید او د خوشالۍ په ښکاره کولو سره یې د مکې ټوله فضا خپله کړه او هم یې په ټولو قیمتي شیانو کې ځان د عبدالمطلب شریک وګاڼه.

عبدالمطلب له خپل یوازني زوی حارثه پرته بل ملا تړی نه درلود، نو ځکه یې د سولې لار خپله او ویې منله چې ټول قیمتي شیان دي کعبې ته وقف سي او سقایة دې له عبدالمطلب سره وي.

عبدالمطلب د یوازیتوب سخت درد ولید، نو یې په ټول عجز د سوال لاسونه د خپل خالق په دربار کې پورته کړل چې که دې لس زامن  راکړل ، نو بیا به یې یو خامخا قرباني کوم. الله تعالی د عبدالمطلب له پاکه زړه را وتلې ناره واوریده او د یوه زوی د قرباني له پوښتنې سره مخامخ سو.

عبدالمطلب په ژمنه وفا کول د میړانې او عظمت نښه بلله او په همدغه بنسټ یې د قوم په منځ کې خپل شخصیت او باور ساتلی و.

عبدالمطلب تر هرچا له مخه خپل زامن را وغوښتل او په خپله کړې ژمنه یې خبر کړل.

زامنو يې ژمنې ته لبیک ووایه او هر یو قربانۍ ته را مخکې سو، خو عبدالمطلب له مهالي عقائیدو سره برابر له خپلو زامنو سره د کعبې متولي ته ورغی ترڅو یې د زامنو تر منځ پچه واچوي.

متولي پچه واچوله او پچه د عبدالمطلب د هوښیار، ګران او ښایسته زوی عبدالله په نامه راوخته او د مکې ښار یې له غمه ډک کړ.

د عبدالله په سیرت او صورت میئنې پیغلې او مکیان له سخت غبرګون سره د مکې کوڅو ته راووتل او د عبدالله له قربانۍ سره د مخالفت په نارو یې د مکې فضا ونیوله او په خبره ولاړ عبدالمطلب یې پرې نښود چې عبدالله د قربانۍ ځای ته بوځي.

ځینې هوښیارانو عبدالمطلب ته سلا ورکړه چې په یثرب کې د (عرافه) نومې فال لیدونکي له مشورې وروسته باید پریکړه وسي.

عبدالمطلب هم د عبدالله د دنګې ځوانۍ، لوړو اخلاقو او قرباني د سخت آزمیښت ترمنځ پاته و، نو ځکه په تلواره کې له یو څو تنو سپین ږیرو سره یوځای د یثرب په لور وخوځید.

عرافه یې ولید او په پای کې یې د مکیانو ترمنځ د دیت د کچې پوښتنه ځنې وکړه.

دوی ورته وویل چې زموږ دیت لس اوښان دي.

عرافة ورته وویل چې د عبدالله اوولسو اوښانو ترمنځ پچه واچوئ او هر وار لس نور اوښان پرې ورډیروي ترڅو چې پچه د اوښانو په نامه راوخیژي.

هغه ؤ چې په لسم وار د اوښانو شمیر سلو ته ورسید او پچه د اوښانو په نامه را وختله.

د مکې ځمکه او هوا یو ځل بیا له خوشالیو ډکه سوه او د محمد رسول الله(ص) له پلار عبدالله سره غیږ په غیږ کیدل په پچه سو.

عبدالمطلب سل اوښان حلال او مکیان یې ښه په غوښو ماړه کړل، عبدالله له قربانۍ خلاص سو او عبدالمطلب لوړه وکړه چې له دغې خوشالۍ سره به د عبدالله د کوزدې خوشالي هم یو ځای کوي.

د عبدالمطلب دغې ژمنې یو ځل بیا د مکې پیغلو زړونه ورودربول، ځکه چې هرې پیغلې غوښتل چې عبدالله یی د سر سیوری او د زړه دنیا سي، خو عبدالمطلب لا ډیر پخوا(آمنه بنت وهب) چې په هر لحاظ عبدالله ته په ورته ستاینو ستایلې پیغله وه د خپل ګران عبدالله لپاره خوښه کړې وه او له هغې سره یې واده ور وکړ.

مکې ته د بیرته راتګ په لاره کې قافله:
عبدالمطلب لس زامن درلودل او په ټولو کې کشر یې عبدالله و.

عبدالله ډیر ښایسته ،ډیر هوښیار او په عبدالمطلب تر ټولو زامنو ګران و.

دا ښایسته ،چنار ته ورته، د متناسبو او پیاوړو اندامو لرونکی زلمی یواځې په عبدالمطلب نه بلکه په ټولو مکیانو ګران و.

عبدالله برسیره په بدني ښکلا په اخلاقي ښکلا هم ګانلی او په مکه کې یو منل سوی زلمی و او د همدغه ممتاز سیرت او صورت له کبله یې د هر چا پام ځان ته را اړولی و.

عبدالله د مکې د هرې پیغلې هوس و او تل به له عبدالله سره د مینې په خیالو کې ټالیدې او په همدغه هیله به یې سهار بیګا کاوه.

عبدالله د خپل عمر په (۲۴)پسرلي کې قدم واهه او د واده یې لا لس ورځې پوره نه وې تیرې سوې چې د قریشو د تجارتي دود په لړۍ کې چې په کال کې به یې دوه ځله شام ته سفر کاوه، عبدالله هم شام ته له قافلې سره د ملګري ملا وتړله.

قافله شام ته ورسیده چې ورسره وړي یې و هغه یې وپلورل او چې په کار یې و ویې پیرل او قافله بیرته د مکې په لور راوخوځیده چې ناببره عبدالله ناروغه او سفر ته د دوام ورکولو وس یې بې وسه سو او په یثرب کې د خپل پلار د ماما خیلو کور ته وروګرځېد.

قافله مکې ته ورسیده او هر چا د خپلو خپلوانو ښه او په زړه پورې هرکلی وکړ، یواځې عبدالمطلب او آمنه وو چې د عبدالله د نه راتګ په اور کې سوځیدل. عبدالمطلب له احوال اخستو سمدستي ورسته خپل زوی حارث یثرب(مدینې) ته واستاوه، خو له افسوسه سره حارث یثرب ته په لاره کې و چې د عبدالله له غمه ډک د مرګ خبر یې تر لاسه کړ. حارث له ډیرې خواشینۍ سره مکې ته را ستون او د عبدالله د مرګ خبر یې عبدالمطلب ته راوړ.

عبدالمطلب ګران زوی له لاسه ورکړی و ډیر غمجن و، خو په غم برسیره غم یې دا و چې آمینه به څرنګه خبروي.

عبدالمطلب په مات زړه او لړزیدلو ګامو د آمنې د کور لار خپله کړه، خو نه پوهیده چې خبره به له کومه ځایه او څرنګه پیل کوي.
چې آمنې ور پرانست او د کعبې د شیخ په مخ کې یې هرڅه ولوستل. او پکې پیدا یې کړل چې عبدالله نور نسته او د تل لپاره ترې جلا سوی ده.

آمنه د عبدالمطلب د تسلۍ لپاره هغه ته ور نیژدې سوه او ورته ویې ویل: ګرانه پلاره تاته دې خدای ډیر عمر درکړي، زما ته بس یې. زما ټولې هیلې په تا پوره کیدای سي او بیا یې خپل سر په دواړو لاسو ټینګ ونیو او ډیرې اوښکې یې توی کړې.

عبدالمطب د کعبې لور ته مخه کړه او د ورپیښ ماتم دفتر یې د خپل رب په وړاندي پرانست.

آمنه او عبدالمطلب د مکې د ښایسته ځوان د ناڅاپي مرګ د ویر په ټغر کیناستل، خو ډیر وخت نه سو تیر چې د آمنې حال بدل او له مخه یې د غم دوړې په پاکیدو سوې، ډاډمنه کیده او داسې یې محسوسوله لکه څه چې نه یې ور پیښ سوي.

د سعادت او ښو هیلو په خیالو کې به اوسیده، ښه خوبونه یې لیدل، چې را ویښه به سوه هم به خوشاله وه او په هاتفي غږونو کې به هم د محمد د پیدا کیدو زیري پرې کیدل، خو آمنه نه پوهیده چې ولې داسي کیږي. آمنه نه وه خبره چې دا خو د محمد رسول الله(ص) مبارک نور ده چې د عبدالله له ټنډې د آمنې رحم ته ور لیږدیدلی و چې اوس د آمنې غم په خوښي او کور او چاپیریال ورته د هیلو ډیوه او له نعمتو ډکه نړۍ ښکاره کوي.

عبدالمطلب هم آمنې ته په ورته حال کې و او د(زهره بنت صفوان)هغه خبره به ور په یاد کیده چې د عبدالله او امنې د واده په سهار یې وویل چې: د عبدالله د تندي نور نن نه ښکاریده او یقیناً به د آمنې رحم ته ور نقل سوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x