ورزش

نوین الحق سره د ناندرو په اړه د شاهد افریدي او محمد عامر څرګندونې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سریلانګا غوره لیګ سیالیو پرمهال د دوشنبې په ورځ په لوبه کې او له لوبې وروسته د پاکستاني لوبغاړي محمد عامر او ځوان افغان لوبغاړي نوین الحق ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

د دواړو ترمنځ یاده شخړه هغه مهال په ټولنیزو رسنیو د پام وړ شوه چې شاهد افریدي لوبغاړو سره د روغبړ پرمهال پر نوین الحق غوصه شو او هغه ته یې د جګړې نه کولو په اردو ژبه الفاظ وکارول.

محمد عامر د یوې کرکټ اړوند رسنۍ Cricingfo سره د خبرو پرمهال وویل چې دا ډول شخړې د لوبغاړو ترمنځ رامنځته کیږي، خو باید له میدانه بهر ونه ویستل شي.

نوموړي چې د ویدیو له لارې خبرې کولې زیاته کړه، «ما هم په لومړي سر کې غوښتل له هر لوبغاړي سره لفظي ناندرې وکړم خو له وخت تیرېدو وروسته پوی شوم، لوبغاړي سره د ناندرې پرځای باید پر کرکټ تمرکز وکړل شي چې څرنګه وتوانېږو سیال لوبغاړی وسوځول شي».

هغه زیاتوي، د لوبې پای کې نږدې د هر لوبغاړي مزاج سخت وي، یوه او بل ته خبرې کیږي، خو زما په اند نوین الحق ځوان لوبغاړی دی، د تجربې ترلاسه کولو سره سره به پر یادو څیزونو خپله انرژي نه مصرفوي.

دغه راز شاهد افریدي هم پر خپله ټویټر پاڼه نوین الحق مخاطب کړی او وایي چې ځوان لوبغاړي پر ځای ددې په ناوړه خبرو کې ځانونه دخیل کړي خپله لوبه وکړي.

هغه کاږي: «ځوان لوبغاړي (نوین الحق) ته زما مشوره خورا اسانه ده، لوبه وکړه او په ناوړه خبرو کې ځان مه دخیل کوه، هغه زیاتوي، «زه په افغان لوبډله کې ملګري لرم او موږ ډیرې ښې اړیکې لرو، په لوبه کې د ټیم لوبغاړو او مخالف لوبغاړو ته درناوی د لوبې اساسي روح دی».

بل لوري ته شاهد افریدي پر خواله رسنیو تورن کیږي چې د یوه مشر لوبغاړي په حیث یې د محمد عامر او نوین الحق ترمنځ په شخړه هوارولو کې انصاف ونکړ، هغه پر ځای ددې چې عامر پوه کړي خپله غصه پر نوین الحق ښکاره کړه.

باید وویل شي چې په سریلانکا غوره لیګ سیالیو کې ۷ افغان لوبغاړي ګډون کوي، چې تر دې دمه نوین الحق، رحمن الله ګربز او حضرت الله ځاځی لوبېدلي او پاتې لوبغاړي د خپلې وارۍ انتظار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x