ورزش

ریال مدرید چمپینز لیګ کې له سختې ماتې وروسته د بهر کېدلو په درشل کې ده – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د فوټبال اروپا اتلانو لیګ د ګروپ پنځم پړاو سیالیو پرمهال د ریال مدرید لوبډلې له کمزورې لوبډلې شاکتار دونیستک څخه په حیرانونکي ډول په ۲-۰ ماتې وخوړه.

د ریال مدرید فوټبال لوبډله چې تر ټولو زیات ۱۳ ځله یې د چمپینز لیګ اتلولي په خپل نوم کړې، اوسمهال دریم مقام ته په پریوتلو له یادو سیالیو څخه د وتلو په درشل کې ده.

که چیرې ریال مدرید لوبډله د اروپا اتلانو لیګ دوهم پړاو ته لار موندل غواړي، دوی د نورو لوبډلو مرستو ته اړتیا لري، تر څو پاتې سخته لاره ددوی په ګټه تمامه شي.

له څرنګه چې ریال مدرید او شاکتر لوبډلې ۷-۷ مساوي پواینټونه لري، او له وروستۍ لوبې وروسته هم مساوي پاتې شي، شاکتر لوبډله به په دوهم مقام پاتې او بل پړاو ته لار ومومي، دغه مهال به ریال مدرید لوبډله له سیالیو بهر شي.

له دې وړاندې د روان چمپینز لیګ ګروپي سیالیو پرمهال د اوکراینۍ لوبډلې شاکتار دونیستک پر وړاندې ریال مدرید په ۲-۳ ماتې منلې وه.

دغه سیالۍ چې د ریال مدرید په کوربه توب په دونباس ارینا لوبغالي کې ترسره شوه شاکتار لوبډله په ۲-۰ بریالۍ شوه، ددوی لخوا لومړی ګول په ۵۷مه او دوهم په ۸۲مه دقیقه کې ووهل شو، په داسې حال کې چې ریال مدرید لوبډله په هیڅ ګول وهلو ونه توانېدله.

ریال مدرید لوبډلې د زین الدین زیدان په مشرۍ په تېرو پنځو لوبو کې یوازې یوه بریا خپله کړې ده، یادې لوبډلې درې ورځې وړاندې په هسپانوي لیګ «لالیګا» کې هم له کمزورې لوبډلې الاویس څخه په ۲-۱ ماتې ومنله.

اوسمهال ریال مدرید لوبډله د چمپينز لیګ په دوهم ګروپ کې په ۷ پواینټونو سره دریم مقام لري، په داسې حال کې چې بوروسیا مونشنګلادباچ په ۸ پواینټونو سره لومړی او شاکتار دونیستک په ۷ پواینټونو سره دوهم مقام لري. انتر میلان لوبډله چې په یاد لیګ کې ځای لري ۴ پواینټونه لري او له سیالیو بهر شوې ده.

د ریال مدرید او شاکتر لوبډلو ترمنځ د لوبې لنډیز په لاندینۍ ویدیو کې کتلی شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x