نړۍ

په میرام شا کښې د عسکرو په قلعه وسله والو برید تر سره کړی دی

pakistani_troopsد شمالي وزیرستان په سرښار میرام شاه کښې د عسکرو په قلعه د نامعلوم لوري نه ميزائيلي برید ترسره شوی دی،چې له امله یې په قلعه کښې موجود درې عسکر په ټک وژل شوي او پینځويشت نور ژوبل شوي دی

د شمالي وزیرستان نه د دولتي ادارې یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ووائيل  . چې د یکشنبې د ورځې په ګئيځ د شپږو او اوو بجو په مينځ کښې نامعلومو وسله والو په میرام شا کښې د عسکرو په قلعه   د نامعلوم لوري نه وار په وار څلور ميزائيل ور وداغل. چې له امله یې په قلعه کښې موجود درې اېف سي عسکر ووژل شول  او پينځويشت نور ژوبل شول.

چې ژوبل شوي عسکر په سم لاسي توګه د میرام شا او بنو پوځي روغتو نونو ته ورسول شول چرته چې پينځه ژوبل شوي عسکر د درملنې نه وروستو فارغ کړی شول  کوم چې لږ ټپیان شوي وو . او نور ژوبل شوي عسکراوس هم په یا د شوو روغتونونو کښې د درملنې د مرحلې نه راتېرېږي بعضې سرچېنې د وژل شوو عسکرو په شمېره کښې د زیات والي امکان هم څرګند وي او وائي چې په ژوبل شوو کښې د بعضې نورو حالت هم مرګونی دی. دغه پېښه پر دغسې مهال را مینځ ته شوې ده. چې یو خوا د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کښې د پا کستان د ازادئ د  ورځې په منا سبت سره خوشالیانې لمانځل کېدې او بل خوا د شمالي وزیرستان په سر ښار میرام شا کښې د پاکستاني عسکرو په قلعه د وسله والو له خوا میزائيل ور داغل کېد ل

یاده دې وي چې لږ تر لږه یو میاشت وړاندې د شمالي وزیرستان د وسله والو طالبانو د مشر حافظ ګل بهادر له خوا د میرام شا او میرعلی په ګڼ شمېر جماعتونو کښې د جمعې د لمونځ پرمهال اعلانونه شوي وو او پمفلټونه خواره کړې شوي وو . چې په شمالي وزیرستان کښې چې په پاکستاني عسکرو او له په دولتي ځايو نو څوک برید وکړي او له په دې تورڅوک ککړ وي نو ځائي وسله وال طالبان(د حافظ ګل بهادر ډله) به ئې بدل اخلي او د غو کسانوته به د مرګ سزا ور کوي

ګوهر وزیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x