افغانستان

غزني: هوايي بريد کې شپږ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ملکي وګړو په کورونو او ميشت ځايونو د دولتي چورلکو د هوايي بريدونو په دوام دا ځل بيا په غزني ولايت کي په يو هوايي بريد کې شپږ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې تېره ورځ مازيګر مهال د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ په ده حاجي سيمه کې دولتي هليکوپترو د ملکي خلکو په کورونو بريدونو کړي دي چې په نتيجه کې يې درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې چورلکو په هوايي بريد کې دوه دوکانونه او يو کور په نښه کړ چې د ځاني تلفاتو سربېره يې مالي تلفات هم ملکي خلکو ته اړولي دي.

له سيمې څخه ترلاسه شوي انځورونو کې ښول کیږي چې د قرباني شويو ماشومانو جسدونه سوځيدلي او سکاره شوي دي.
تر اوسه د غزنی ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ملکي وګړو په کورونو او ميشت ځايونو د دولتي عسکرو توپچي او هوايي بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x