افغانستان

ګارډين: اسټراليايي عسکرو د وژل شوي طالب په مصنوعي پښه کې شراب څښل

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د «اسټراليا ګارډين» ورځپاڼې ليکلي، چې اسټراليايي عسکرو افغانستان کې د ناټو تر ماموريت لاندې د عملياتو پر مهال د يوه وژل شوي طالب په مصنوعي پښه کې شراب څښلي دي.

ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ويلي، اسټراليايي عسکرو دا کار په ۲۰۰۹ کال کې د امريکايي عسکرو په مشرۍ د عملياتو پر مهال په روزګان ولايت کې کړی و.

ګارډين ورځپاڼې د اسټراليايي عسکرو هغه انځور خپور کړی، چې د عملياتو پر مهال د يوه وژل شوي طالب په مصنوعي پښه کې شراب څښي او په نورو انځورونو کې ښکاري،چې نور عسکر د نشې په حالت کې ورسره انځورونه وباسي.

د اسټراليا ګارډين ورځپاڼې دا انځورونه په داسې حال کې خپاره کړي، چې د تېر نومبر په ۱۹مه د اسټراليا د سرمفتش له لوري په خپاره شوي رپوټ کې راغلي وو، چې د اسټراليا د ځانګړو ځواکونو يوه افسر خپل پوځيان اړ کړي وو، چې بندي افغانان ووژني، تر څو د وينو له ليدو سره بلد شي.

په دغه رپوټ کې راغلي وو، چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو ۳۹ افغان بنديان وژلي وو.

د اسټراليا لومړي وزير او دفاع وزير د بندي افغانانو د وژل کېدو له امله افغانانو بښنه غوښتې او د دغو پوځيانو د محاکمې ژمنه يې کړې وه.

د رپوټونو له مخې د دغو وژنو د څېړنو پر مهال نهو اسټراليايي عسکرو ځانوژنه کړې او غالب ګومان دا ښوول شوی، چې ښايي دغو عسکرو له محاکمې د ځان ژغورلو او خجالت له امله ځانوژنه کړي وي.

د اسټراليا دفاع وزارت د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغان بنديانو د وژلو له امله يې ۱۳ عسکر له دندو شړلي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

دا وو صلح ساتی , غلامانو ته یی شرم ,پکار دی , دوی که کافران هم دی خو په جرم یی اعتراف کوی , زمونږ غلامان خو افتخار ورباندی کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x