شعـــــرونه

اوښکې د درې شاعرانو په ژبه

ريحان، شرافت، حکمت

د اوښکو له دانو مې ملغلرې جوړوم!
جانان ته مې په سترګو کې خبرې جوړوم!

بې کاره نه يم ، کار د ژوندانه مې بيخي ډېر دى!
د يار ماتې ښکلا لره سندرې جوړوم!
شفاعت ريحان

له ماتو ماتو اوښکو ملغلرې نه جوړېږي!
ړانده یار ته په سترګو کې خبرې نه جوړېږي!

کار چرته دی سړیه!بې کاري خو به هم دا وي!
د یار ماتې ښکلا ته چې سندرې نه جوړېږي!
شرافت ویاړ

يو څوک دى چې له اوښکو ملغلرې جوړوي!
خپل يار ته يې په سترګو کې خبري جوړوي!

بې کاره نه دى، کار لري کارونه يې هم ډير دي!
خو بيا هم په خپل يار پسې سندري جوړوي!

عبدالروف حکمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x