افغانستانسولې اړوند خبرونه

فوزیه کوفي: طرزالعمل نهایي شوی، اجنډا باندې خبرې پیلېږي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټيم غړې «فوزیه کوفي» د بین الافغاني مذاکراتو د ناستو لپاره ترتیب شوی طرزالعمل نهايي شوی بولي او د اجنډا په اړه د خبرو له پیلېدو خبر ورکوي.

د اریانا نیوز د راپور په اساس، کوفي دغه څرګندونې د سولې له یوه نړیوال بنسټ سره په تازه ناسته کې کړې.

نوموړې ویلي «کاري اصول چې د کار د تنظیم په موخه دواړو لورو په نظر کې نیولي وو؛ بشپړ او موږ ترې تېر شوي یو، اوس د اجنډا په اړه خبرو ته داخل شوي یو یا داخلېږو، په دې اړه به معلومات ډېر ژر له رسنیو سره شریک کړل شي.»

د کوفي له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر اعلان وکړ چې مقابل لوری د ناستو د طرزالعمل په اړه ورسره قانع شوی.

یاد توافق که څه هم د تېرې میاشتې په نیمايي کې شوی و او د دواړو ټیمونو تر تایيد وروسته یې یوه نسخه کوربه هیواد ته هم سپارل شوې وه؛ خو د کابل مذاکراتي ټیم مشر له طالبانو غوښتی و، چې کابل ته دده د سفر تر پای ته رسېدو پورې د توافق د ترسره کېدو رسمي اعلان وځنډوي.

طالبانو که څه هم د کابل مذاکراتي ټيم غوښتنه ومنله؛ خو معصوم ستانکزی کابل ته تر راتلو او له اشرف غني سره تر لیدنې وروسته له شوې هوکړې په شاه شو او له امله یې طالبان اړ شول د توافق د کېدو اعلان وکړي.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» که څه هم له یاد توافق سره مخالفت لري؛ خو ویل کېږي، د نړیوالې ټولنې او سیاسي جهتونو د فشار له امله اړ شوی، چې توافق تایید کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x