افغانستان

نړیوال بانک له کابل حکومت دوه سوه ملیونه ډالر مرسته ګرځولې

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): نړیوال بانک د کلنیو مرستو په لړ کې له کابل حکومت سره مرسته کېدونکي دوه سوه میلیونه امریکايي ډالر بیرته ګرځولي.

د نړیوال بانک رییس په یوه لیک کې د حکومت مشر «اشرف غني» ته لیکلي، چې د افغانستان د مرکزي بانک له لوري نړیوال بانک ته د دقیقو احصائیو او ارقامو نه ورکول او د شویو غوښتنو نه پوره کول ددې لامل شوي، چې شوې مرسته بیرته وګرځول شوي.

حکومت که څه هم د نړیوال بانک لیک ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو یاد بانک روان میلادي کال له حکومت سره شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې وه، چې له منځه یې څلور سوه میلیونه ډالر حکومت ته ورکړل شوي او ۲۰۰ میلیونه بیرته د بانک له لوري ګرځول شوي دي.

ورته مهال نړیوال بانک د افغانستان له مرکزي بانک څخه په داسې وخت کې شکایت کوي، چې د حکومت له لوري یاد بانک ته د ټاکل شوي رییس «احمدي» د فساد ثبوتونه خپاره شوي او ویل کېږي، لسګونه تنه یې په غیرقانوني ډول له دندو ګوښه او په ځای يې نور د پیسو په بدل کې ګمارلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x