روغتیا

برتانیا د کرونا ضد د فایزر-بیونټیک شرکتونو واکسین کارول تایید کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کرونا وژونکې ناروغۍ پر وړاندې د امریکا فایزر او د جرمني بیونټیک شرکتونو له لوري په ګډه چمتو شوي واکسین د برتانیا هېواد له لوري د کارونې لپاره تایید شول.

د برتانیا حکومت په یوه بیان کې وویل، نن چهارشنبه د درملو تنظیموونکې او روغتیایي تولیداتو ادارې سپارښتنه یې منلې چې له مخې به یې د یادو واکسینو کارول راتلونکې اونۍ په پراخه کچه پېل کړي. دغه واکسین چې ډير ژر به د کار وړ شي د لومړیو ازموینو له مخې له ۹۰ سلنو زیات اغیزناک ثابت شوي دي.

برتانیا په نړۍ کې لومړی هېواد شو چې د فایزر-بیونټيک شرکتونو واکسینو د کارولو اجازه یې ورکړه او پریکړه یې وکړه چې له راتلونکې اونۍ څخه به په ټول هېواد کې واکسین پېل کړي.

د برتانیا د روغتیا وزیر مات هانکوک چې په برتانیا کې یې د واکسینو د خوښۍ خبر اعلان وکړ تایید کړې چې د راتلونکې اونۍ په پېل کې به د واکسینو د کارونې چارې پېل شي، ددې لپاره روغتونونه له مخکې نه چمتو شوي دي.

د واکسین کمېټه به پریکړه وکړي چې کومې ډلې به د واکسین کارونې لپاره غوره شي، ددې ډلې په لیست کې طبي کارکوونکي او د زیات عمر کسان لومړیتوب لري.

برتانیا تېره میاشت د ۴۰ ملیونه ډوزه یا خوراکه واکسین ترلاسه کولو تړون لاسلیک کړی و چې د ۲۰ ملیونه کسانو لپاره کفایت کوي. هر کس به دوه خوراکه واکسین ترلاسه کوي چې د دواړو ترمنځ به زیات نه زیات درې اونۍ وخت ولري.

په لومړي سر کې به د یاد شمېر له مخې ۸۰۰ زره ډوزه برتانیا ته ورسول شي، خو ویل کیږي چې ۱۰ ملیونه خوراکه به ډیر ژر چمتو شي.

د نومبر میاشتې په لومړیو کې د فایزر-بیونټيک شرکتونو اعلان وکړ چې د لومړنیو څیړنو له مخې یې واکسین له ۹۰ سلنه زیات خلک له کوویډ-۱۹ ناروغۍ ژغوري. له دې وړاندې دا واکسین په امریکا، جرمني، برازیل، ارجنټاین، ترکیه او سویلي افریقا کې پر ۴۳ نیم زره کسانو ازمویل شوي چې له هر ډول اندېښنې څخه خالي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x