افغانستان

واشنګټن ټايمز: ناټو مجبوره ده، له افغانستانه د وتلو په اړه د امريکا تګلاره تعقیب کړي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا واشنګټن ټايمز ورځپاڼې ليکلي، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو له امله ناټو د پرېکړې له ستونزو سره مخ ده او ناټو ايتلافي ځواکونه اړ دي، چې د امريکا لاره تعقيب کړي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ ويلي، افغانستان کې پاتې کېدل ورته ستونزمن دي او که وځي، نو لاسته راوړنې له منځه ځي.

د ناټو سرمنشي د پورته څرګندونو په اړه واشنګټن ټايمز ليکلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د امريکايي ځواکونو د ډرامټيک کمښت ناټو کونج ته کړې او د پرېکړې له ستونزو سره ده، خو ناټو مجبوره ده، چې په دې اړه د امريکا تګلاره تعقيب کړي.

ورځپاڼه زياتوي، کېدای شي، د امريکا راتلونکی ولسمشر جوبايډن د ټرمپ له تګلارې سره توافق وکړي، ځکه هغه په دې اړه مخکې له مخې ځينې اشارې کړي دي.

د واشنګټن ټايمز په وينا د دې معنا دا کېدای شي، چې ناټو د بايډن د لوړې په لومړيو وختونو کې د هغه د تګلارې په اړه د ډراماټيک بدلون هيله ونه لري.

د ناټو چارواکو ويلي، د امريکايي عسکرو د وتلو له امله دوی سربداله دي او په کابل کې د لړزېدونکي حکومت د ژغورنې او ملاتړ لپاره له سخت حالت سره مخ دي.

د ناټو سرمشي ينس سټولټنبرګ تېره ورځ د ناټو دفاع وزيرانو په غونډه کې وويل، چې دا سازمان د پرېکړو له سخت حالت سره مخ دی.

نوموړي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په شمول د ناټو د بهرنيو چارو وزیرانو سره ګډې ناستې ته هم ويلي: «د افغانستان په اړه روښانه ده، چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په پيل کې به له مهم بدلون سره مخ شو، که پاتې کېږو، خطر به زيات وي او کېدای شي جګړې نور هم زور واخلي او که وځو، نو افغانستان به د نړيوالو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای شي.»

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې امريکا له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې د خپلو پوځيانو ويستل پيل کړي دي.

د امريکا د فاع سرپرست وزير کرسټوفر ميلر ويلي، تر راتلونکي جنورۍ به د امريکايي پوځيانو شمېر له پنځو زرو څخه دوه نيم زرو ته راښکته کړي.

کرسټوفر ميلر د مارک اسپر پر ځای د ټرمپ له لوري د دفاع سرپرست ټاکل شوی او نوموړي په خپلو لومړنيو څرګندونو کې ويلي، چې نور د جګړو ختمولو او خپلو پوځيانو بېرته کورونو ته د ستنولو وخت رارسېدلی دی.

د چارو څارونکي وايي، که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، نو ناټو هم بله چاره نه لري، پرته له دې، چې له افغانستانه ووځي.

د ناټو د چارو کارپوه او پنټاګون کې د اروپا او ناټو د څانګې د دفتر پخواني رئيس مارک سيماکوفسکي ويلي، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په وتلو به ناټو هم بالاخره مجبوره وي، چې خپل عسکر وباسي.

مارک سيماکوفسکي زياته کړې: «زه فکر نه کوم، چې ناټو دې د امريکا له سیاسي ملاتړ او پوځي حضور پرته په افغانستان کې پاتې شي.»

واشنګټن ټايمز ليکلي، که د راتلونکي ولسمشر جوبايدن حکومت هم له طالبانو سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي، نو له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل به همداسې جدي روان وي او دا هغه وخت شونې، چې طالبان هم له امريکا سره په شوي توافق عمل وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x