افغانستان

د بین الافغاني خبرو په کړنلاره هوکړه وشوه

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د قطر پلازمينې دوحه د طالبانو او له کابله تللي پلاوي ترمنځ د بين الافغاني خبرو په کړنلاره هوکړه وشوه.

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم او همدارنګه د کابل مذاکراتي ټيم وياند نادر نادري دواړو تاييد کړې، چې د بین الافغاني خبرو لپاره د مقدمې په شمول په طرزالعمل هوکړه وشوه او تر دې وروسته به پر اجنډا کار پيل شي.

ډاکټر نعيم وړمه ورځ هم ويلي و، چې د بین الافغاني مذاکراتو طرزالعمل نهايي شوی، خو نادر نادري ويلي و، چې په مقدمه کې لا هم کار ته اړتيا ده.

له تېرو څو ورځو راهيسې د بین الافغاني خبرو په طرزالعمل کې د پرمختګ خبرونه خپرېدل، خو د کابل حکومت دا رپوټونه رد کړي وو.

امريکا هم د روانو پرمختګونو هرکلی کړی دی.

افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د کړنلارې د نهايي کېدو هرکلی دی.

 

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټويټ کې ويلي، دواړه ټيمونه مهم پړاو ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړې، چې افغانان اوس د سياسي تګلارې او اوربند راتلو لپاره په تمه دي او موږ د دغو احساساتو ملاتړ کوو.

نوموړي زياته کړې، چې به د تاوتريخوالي کمولو او حتا اوربند لپاره قوي هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الحمد الله. د غونډی ګډونوالو ته: حد اقل کار خو هسی نکوی بس خوراکونه دی رنګ، رنګ لږ خو ډوډی هم ځان حلاله کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x