
روزګان: طالبانو د دارالمعلمين لوټماران نيولي «ويډيو»
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې تېره اوونۍ په خواله رسنيو کې د روزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د دارالمعلمين د لوټ کېدو ويډيو لاس په لاس شوه طالبانو يې په اړه غبرګون وښود او دا کړنه يې وغندله او د دې پيښې د عاملينو د نيولو ژمنه يې وکړه.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي نن خبر ورکړ چې هغه لوټماران يې نيولي دي چې څو ورځې وړاندې يې ددې ولايت د دهراود ولسوالۍ دارالمعلمين لوټ کړی و.
قاري محمد يوسف احمدي وايي چې نيول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی او ویلي يې دي چې يادو کسانو ته د اربکي قومندانانو(نمبر يک، حاجي ميوند او سنګري) له خوا د دارالمعلمين د چور کولو ويل شوي وو او ورته ويل شوي وو چې مخکې تر دې چې طالبان سيمې ته رسيږي بايد تاسو د دارالمعلمين سامانونه يوسئ.
— Bilal Karimi (@BilalKarimi14) December 2, 2020
د طالبانو له لوري په خپره شوې ويډيو کې نيول شوي کسان( ګل محمد،ګلالی، لالی،عبدالله جان) ښودل کيږي چې په کې د طالبانو يو مشر د پيښې په اړه پوښتنې کوي، په خپل جرم اعتراف کوي او وايي چې د دارالمعلمين لوټ شوي سامانونه به بېرته راوړي.
بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د هيواد په بېلابيلو ولايتونو کې طالبانو غله نيولي دي او محاکمه کړي يې دي.
لکه چی دا ټولو نیول شوی کسانو ته ویل شوی وی چی ووایی چی فلانی مونږه ته زنګ وهلی وو چی مخکی لدی چی طالبان راشی تاسی دا دارالمعلمین چور کړی، والله العلم. په هر صورت دا خو واضحه خبره ده چی حکومت ځینی اوقات خپلی پوستی مخکی له مخکی خرڅوی. هغه ناوړه تبصره چی ما مخکی پدی رابط کړی وه هغه تبصره زما بالکل رد شوه او زه یی د نه خپرولو تقاضا کوم او بښنه غواړم.
طالبانوته:
هغه وخت به د خلکو په زړونو حکومت وکړی چی د سړکونو، مکتبونو، شفاخانو، پلونو او نورو عامه تأسیساتو وانکاران ویجاړونکی او غله هم ونیسی په نمایشی کلپونو څه نه کیږی.