
د طرزالعمل تر نهایي کېدو وروسته ګډې کمېټې د اجنډا په جوړولو کار پیل کړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو د طرزالعمل په اړه تر توافق وروسته یوې ګډې کاري کمېټې ته دنده سپارلې تر څو د مذاکراتو د اجنډا لپاره موضوعات وټاکي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند “ډاکټر محمد نعیم” پر ټویټر لیکلي، چې د اجنډا د ټاکلو لپاره ګډه کاري کمیټه نن د دواړو مذاکراتي ټیمونو تر منځ له ناستې وروسته جوړه شوې.
نوموړي ددې تر څنګ د مذاکراتو له اوسني حالت خوښي څرګنده کړې او په خبره یې “د دواړو مذاکره کوونکو هیئتونو ترمنځ اوسني مذاکرات دا ښيي چې د افغانانو ترمنځ تلپاتې سولې ته د رسیدلو لپاره اراده شته او په دې اړه دواړه خواوې ژمنې دي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو رښتینو هلو ځلو ته دوام ورکړي.”
د دواړو ټیمونو ګډې ناستې ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر “شیخ عبدالحکیم” ویلي، چې مذاکراتي ټیمونه د ولس په استازیتوب راغلي نو ځکه باید هڅه دا وي چې د ولس د هیلو تمثیل وشي او د هیواد د خپلواکۍ، امنیت او هلته د یوه سوچه اسلامي نظام د حاکمیت لپاره کار وشي.
نوموړي ددې تر څنګ مذاکراتي بهیر ته د ټیمونو په ژمنتیا او په منظم ډول د کارونو په مخ وړلو هیله کړې.
د ناستو د طرزالعمل نهایي کېدل چې نږدې دوې میاشتې وخت یې په بر کې ونیو د بېلابیلو لورو له هرکلي سره مخ شوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” پر ټویټر لیکلي چې د طرزالعمل نهایي کېدل او د اجنډا په اړه بحث ته ننوتل یو مهم ګام دی او اوس باید د اوربند او نورو مهمو سیاسي مسائلو په اړه بحثونه پیل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لینز چې دا مهال په دوحه کې ده په مذاکراتو کې له پرمختګ هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا پرمختګ د افغانانو د هیلې “سولې” په تامین کې مرسته وکړي.
د کابل حکومت د مصالحې عالي شورا مشر “عبدالله عبدالله” په بین الافغاني مذاکراتو کې له شوي پرمختګ د هرکلي تر څنګ له خپل مذاکراتي ټیم او تسهیل کوونکو لورو مننه کړې.
ایله په ایله چی هیله بښونکی خبر له تاسو اورم. کور آباد الله د پکی خیر کړی.
په اجنډا به هم کلونه تیر شی خدای مکړه. خو بهتره به دا وی چی لومړی اجنډا د اوربند په سر خبری وشی او ډیر زر ښه خبر وطنوالو ته ورکړل شی. دوهمه خبره: د طالبانو نومونه له تور او برګ لست څخه استل او نوری مهمی موضوع ګانی.