
د ارګ په ګډون بېلابېلو جهتونو په مذاکراتو کې له پرمختګ هرکلی کړی
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو په دوحه کې په طرزالعمل تر توافق وروسته د اجنډا د ټاکلو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړه؛ د ارګ، پخلاینې عالي شورا او امریکا په ګډون بېلابېلو جهتونو له یاد پرمختګ هرکلی کړی او سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو د بریا نښه یې بللې.
د تېرې میلادي میاشتې په نیمایي کې دواړو مذاکراتي ټیمونو د ناستو په کړنلاره توافق وکړ او تر تایید کېدو ورسته یې یوه نسخه کوربه هیواد ته هم وسپارله؛ خو د کابل مذاکراتي ټیم په غوښتنه یې رسمي اعلان وځنډېد او کله چې معصوم ستانکزي په کابل کې له اشرف غني سره ولیدل، له شوي توافق لومړی په شا خو وروسته یې د نړیوالې ټولنې او سیاسي جهتونو په اسرار یې شوي توافق ته غاړه کېښوده.
تازه په قطر کې د دواړو لورو مذاکراتي ټيمونو ګډه ناسته وکړه او د مذاکراتو د اجنډا ټاکلو په موخه یې یوه ګډه کمېټه تشکیل کړه، تر څو د بحث لپاره موضوعات وټاکي.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي «د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بین الافغاني مذاکراتو د ناستو لپاره د کړنلاري له نهايي کېدو هرکلی کوي، دا په مذاکراتو کې د اوربند په ګډون د مهمو موضوعاتو او د افغانانو د غوښتنو په تړاو د خبرو پیلولو په برخه کې مهم ګام دی.»
The Pres. of Islamic Republic of Afghanistan welcomes the finalization of the negotiation procedures in Doha. It’s a step forward towards beginning the negotiations on the main issues, including a comprehensive ceasefire as the key demand of the Afghan people for a lasting peace.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) December 2, 2020
ورته مهال د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هم په یوه پیغام کې له شوي پرمختګ د هرکلي تر څنګ له خپل ټیم او په دې برخه کې له تسهیل کوونکو هیوادونو په ځانګړي ډول له قطر مننه کړې.
I welcome the initial major step taken in #Doha today agreeing to the procedural framework that paves the way for discussions about the peace agenda. I thank the republic’s negotiation team, all facilitators & the host #Qatar for their valuable support.
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) December 2, 2020
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، خوښ دی چې مذاکراتي ټيمونه یو مهم پړاو ته نږدې شول او په یوه درې مخیز طرزالعمل چې د مذاکراتو او په اوربند د بحث لپاره تګلاره ټاکي؛ موافق شوي.
خلیلزاد د شوي پرمختګ له امله مذاکراتي ټیمونو ته مبارکي ویلې او په خبره یې، دا توافق ښيي چې دواړه لوري په سختو موضوعاتو هوکړې ته رسېدلای شي.
2/4 This agreement demonstrates that the negotiating parties can agree on tough issues. We congratulate both sides on their perseverance. We thank #Qatar for its facilitating role as host.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 2, 2020
ورته مهال د بین الافغاني مذاکراتو کوربه هیواد «قطر» هم د یوې اعلامیې له لارې په مذاکراتو کې له پرمختګ هرکلی کړی او په خبره یې، دا توافق ښيي چې دواړه ټیمونه کولای شي یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.
په اعلامیه کې قطر ژمنه کړې، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین تر مهاله د سولې په پروسه کې د افغانانو مرسته کوي.
Statement: The State of #Qatar welcomes reaching an agreement by the Afghan negotiators in Dohahttps://t.co/ZP1Y5pea1A#MOFAQatar pic.twitter.com/6P7Lhq9mWw
— MOFA – Qatar (@MofaQatar_EN) December 2, 2020
د دنیا لومړي متفکر او منحوس الکذاب الاشر خپله منافقانه نظریه
ښکاره کړله
ارګ خو یی باید هرکلی وکړی ځکه چی نن سبا ارګ په ډیر خراب وضعیت کی دی او خلک پری پوه شوی چی ارګ د سولی خنډ دی او خپله غنی کوښښ کوی چی په هر ترتیب وی خپله دوره وغځوی او قدرت کی پاتی شی.