شعـــــرونه

شهید سوځول/ عبدالغفار سربڼ

عبدالغفار سربڼ

دغه ناولي شهیدان سوځوي
کله مسجد کله قران سوځوي

ویرجنه مور له دوی ګیله نه لري
ژوندی سړی په بد ګمان سوځوي

کله افغان د چا لمسون خوښوي
ناکس به خود افغانستان سوځوي

کور د مؤمن کې ناروا چلوي
له ډیره قهره هر انسان سوځوي

جاهل له ویرې انګازې خپروي
اوله ځان پسې جهان سوځوي

په ظالم لمونځ د جنازې دروي
لکه هندو دوی مسلمان سوځوي

کله چې مړه شي د اورونو لمبه
د شمعې مخ کې پتنګان سوځوي

خلک په مینه  د مېلو نڅوي
خالق به دوی لکه شیطان سوځوي

ناوړه شک د دوی له سر نه نه ځي
غلط باور  سوچه ایمان سوځوي

په دې قبرونو کې کافر ښخوي
ولې افغان په لوی ډیران سوځوي

یوه پوښتنه له  حاکم نه کوم
د چا په ګټه  دا  ودان  سوځوي

وطن په دود کې څوک لیدلی نه شي
بیواکه کلي  غلیمان سوځوي

بلې لمبې چې  لګیدلي وینه
ښکلي  قصرونه  په میدان سوځوي

خبرې سپينې همایون ژړوي
ګلاب  به وژني ارغوان  سوځوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x