
طالبانو د پاتو بندیانو او د تورلیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو لیري کولو غوښتنه کړې
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبورا لیونز سره په ملاقات کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ په اړه، د پاتو بندیانو او تورلیست څخه د خپلو مشرانو د نومونو د لیري کولو غوښتنه کړې ده.
په دې اړه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمد نعیم په یوه ټویټ کې دغه خبر ورکړی دی او ویلي يې دي چې شیرمحمد عباس ستانکزی او ورسره پلاوي يې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي میرمن دیبورا او ټیم سره لیدلي دي.
د نوموړي په وینا په دغه ناسته کې د بین الافغاني مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو، د پاتو بندیانو خلاصون او تورلیست څخه د طالب مشرانو د نومونو لیري کولو غوښتنه شوې، او ورسره د جینوا کانفرانس او نړیوالو مرستو په اړه، د ملکي تلفاتو او د جګړې د لاملونو په اړه خبرې شوي.
2-3
په ملاقات کې د بین الافغاني مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه، د پاتو بندیانو دخلاصون، د امنيت شوری له تورليست څخه د اسلامي امارت د مشرانو نومونو ایستلو، مستحقينو ته د جینوا کانفرانس— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) December 2, 2020
باید وویل شي چې د طالبانو او کابل ټیم تر منځ نن په قطر کې تر شاوخوا دوه نیم میاشتو وروسته بن بست مات او د پرمختګ خبر ورکړل شو.
دواړه لوري نن د بین الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل سره سلا شول او اعلان یې وکړ چې له دې وروسته به د اجنډا جوړولو پړاو ته داخلیږي.
د یادونې ده چې د طالبانو او کابل ټیم تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو طرز العمل د دوحې تړون پر اساس جوړ شوی، په کوم کې چې توافق شوی چې د طالبانو او کابل حکومت اړوند پاته بندیان به په ۳ میاشتو کې خلاصیږي او همداسي به د تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو پر ایستلو کار کیږي.
د طرز العمل په اړه د طالبانو او مقابل اړخ تر منځ توافق په تیرو ۱۹ کلونو کې یو بې سابقه پرمختګ بلل شوي چې په رسمي او غیر رسمي کچه باندي په پراخه توګه هرکلی ورته ویل شوي دي.
دا پنڅه شپږ زره چی یی خوشی کړل څه ګټه یی د سولی او امنیت لپاره وکړه. د دوی په ایله کیدو سره خو وینو چی جګړی نوری هم زیاتی شوې. ټول به ښه شی کچیری طالبان سوله وکړی او له جګړی لاس په سر شی.