افغانستان

د اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره ۱۰۰ ملیون ډالره مرسته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د کرونا وایرس د مبارزې لپاره د ۱۰۰ ملیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
دغه مرستې به له کرونا وبا سره د مبارزې او په اقتصادي برخه کې ددې ناروغۍ د منفي تأثیراتو کمولو لپاره د کابل حکومت ته ورکول کیږي.

د اسیا پراختیايي بانک په داسې مهال د کابل حکومت سره د ۱۰۰ ملیون ډالرو مرستې اعلان کوي، چې په دې وروستیو کې نړیوال بانک له کابل حکومت څخه د نه «شفافیت» له کبله ۲۰۰ ملیون ډالرو مرستې بیرته ګرځولې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په هېواد کې د کرونا وبا ناروغانو شمېر یوځل بیا په زیاتېدو دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

داسی کومک کوی چه دکویټ ،سویزلنډ اولندن بینکونه دغله حکومت اومفسدینودپیسوډک کی داهم دکفاروترهدا یت لاندی کومک دۍ ددنیاوهرانسان ته دامعلومه ده چه اشرفغنی اوحکومت یی ددنیا له مفسدینوڅخه دی ولی ملی افغانانوته چه په طالبانومشهوردی نه ورکوی چه مجبوروته ورسیږی

طوطی

بانک جهانی دوه میلیونه ډالر وځنډول خو اوس آسیایی بانک یو میلیون کمک کړی. کاش یو قوی حکومت وای چی دا کمکونه یی په درسته او معقوله لار مصرف کړی وای. نیمایی داسی کمکونه هدر کیږی دا خو واضحه خبرده.

دوکتور غروال

د اسیا پراختیایی بانک د افغانستان سره د سلو ملیونو ډالرومرسته د کورونا وایروس مبارزی په نام ده اما دا ډالرونه لکه د نورو ډالرونو په شان په حقیقت کښي د اجنبیو وفاداره غلامانو لپاره تخصیص شوی دی او ملت لکه د پخوا په شان ددی ډالرو څخه محروم او ملت ته به هیڅکله دا ډالرونه استعمال نشی !!!! نن په افغانستان کښي د قاتلانو او غلو حکمرانی دی!!!!!!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x