افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپيو: په مذاکراتو کې پرمختګ د سختو موضوعاتو حل ته د دواړو لورو ژمنتیا ښيي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو په طرزالعمل هوکړه وکړه او د اجنډا لپاره یې ګډه کمېټه رامنځته کړه؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» له شوي پرمختګ هرکلی کړی او سولې ته د دواړو لورو د ژمنتیا نښه یې بللې.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې مذاکراتي ټیمونو ته د پرمختګ په تړاو مبارکي ویل شوې او دا د سختو او اړینو موضوعاتو حل ته د دواړو لورو د ژمنتیا نښه بلل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې شوی پرمختګ د بریا په لور د مذاکراتو د وړاندې تګ، یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو او د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو هیلي راټوکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې تر څنګ ژمنه کړې، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره زیار باسي او هڅه به یې دا وي چې په افغانستان کې سرتاسري اوربند تامین شي.

یاده دې وي، چې له دوه میاشتني ځنډ وروسته تېره ورځ دواړو مذاکراتي ټیمونو په یوه ګډه ناسته کې د طرزالعمل په تړاو په شوي توافق اعتراف وکړ او یوه ګډه کاري کمېټه یې وګمارله تر څو د مذاکراتو لپاره اجنډا ترتیب او د بحث وړ موضوعات وټاکي.

په مذاکراتو کې یاد پرمختګ د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو جهتونو له تاوده هرکلي سره مخ شو او سولې ته د رسېدو په برخه کې يې دواړو لورو ته د بریا هیله څرګنده کړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x