افغانستان

خوست: ضربتي عسکرو د مرکزي دارالعلوم استاد وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په خوست ولايت کې د ضربتي عسکرو له لوري د ملکي او مسلکي خلکو د وژنو په دوام يې دا ځل بيا د دې ولايت د مرکزي دارالعلوم استاد وژلی دی.

راپورونه وايي چې تېره ورځ مازيګر مهال د خوست ولايت ضربتي عسکرو د قاري ضياء الرحمن په نامه د دې ولايت د مرکزي دارالعلوم استاد په يعقوبيو ولسوالۍ کې له موټر څخه ښکته کړی او وژلی يې دی.

له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې قاري ضياء الرحمن له خوست ښار څخه خپل کور ته په لاره و چې عسکرو د تلاشۍ پرمهال له موټره ښکته کړی دی او ځای په ځای يې وژلی دی.

ددې سربېره له همدې موټر څخه دوه تنه نور ملکي وګړي هم ضربتي عسکرو ښکته کړي او نامعلوم ځای ته يې وړي دي.

ضياء الرحمن مهاجر د خوست د مرکزي دارالعلوم استاد و او د تدريس سربيره يې شاعري او نعتخواني هم کوله او تر دې وړاندې څو کاله په باګرام زندان کې زنداني و چې څه موده مخکې را خلاص شوی و.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د‌ ځانګړو ځواکونو له لوري ملکي او مسلکي خلک وژل کيږي خو ولايتي اداره يې په اړه پټه خوله ده.

په تېرې شاوخوا يوه مياشت کې دا په خوست ولايت کې نږدې لسمه پېښه ده چې پکې ضربتي عسکرو، له زندان څخه تازه راخلاص شوي زندانيان، ډاکټران، استادان او نور مسلکي خلک وژلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

الله(ج) دی ټول شهیدان وبخښی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x