افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا لوی درستیز: له افغانستانه په بشپړ ډول عسکرو را ایستلو پرېکړه راتلونکې ادارې ته پرېږدو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په بنسټ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده، د امریکا لوی درستیز «مارک میلي» په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ټرمپ اداره د جنوري تر نیمایي پورې د امریکایي عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټوي او د بشپړې انخلاء پرېکړه راتلونکې ادارې ته پرېږدي.

میلي چې د بروکینګ انسټيټوټ له لوري رابلل شوې ناستې ته يې خبرې کولې، وویل چې له شلو کلونو وروسته په افغانستان کې ستراتیژيک بریالیتوب ته رسېدلي او نور یې په د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د بیا ځلې رامنځته کېدو مخه نیولې ده.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې هیواد يې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټوي او دوه لويې اډې هلته په خپل حال ساتي؛ خو له افغانستانه په بشپړ ډول د وتلو پرېکړه به د امریکا راتلونکې اداره کوي «موږ هلته دوې سترې اډې او څو د سټلایټ بیسونه پرېږدو، له افغانستانه د بشپړ راوتلو پرېکړه به راتلونکې اداره کوي.»

د میلي په خبره، امریکا په افغانستان کې د دولتي عسکرو د ملاتړ او د القاعدې د له منځه وړلو ماموریت روان ساتي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده زرګونه امریکایي او ناټو عسکر وتلي او ګڼ شمېر بېسونه یې تخلیه کړي.

د یاد تړون په بنسټ، ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه «د راتلونکي کال تر می میاشتې» پورې له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x