نظــر

کفرﻱ نړۍ له څه وېره لرﻱ؟

ډاکټر سیف الله “خالد”

ډیری مسلمانانو وروڼو ته به دا پوښتنه په ذهن کې ګرځي را ګرځي چې أخر د کفرﻱ نړۍ هدف  له دې سترو حربي یرغلونو څخه څه دی او دوی له څه وېره لرﻱ؟

مخکې له دې چې د دې پوښتنې ځواب راوسپړو چې کفرﻱ نړۍ له څه وېره لرﻱ یو ځل به هغه اسلامي هیوادونو ته خیالي تاریخي سفر وکړو او له لرې څخه به د هغه تېر وخت عمومي او سیاسي حالات لږ و څېړو بیابه ګران هیواد افغانستان ته بېرته را ستانه شو.

پاتې دې نه وﻱ چې په دې مقاله او ځینې کوچنیو تبصرو کې به د هغو ملګرو ډیرې پوښتنې حل شی چې په دې اند وه چې په افغانستان د امریکا او نورو مستبدو کفرﻱ هیوادونو تیری یوازې د القاعده جهادﻱ ډلې مشر اسامه بن لادن مسٸله وه.

محترمو مسلمانانو وروڼو ستاسې به د تاریخ هغه پاڼې په یاد وﻱ چې کله په صومالیا کې د اسلامي حدودو برفا کېدل او د شریعت د نفاذ لپاره زمینه برابره شوه او اسلامي حاکمیت د برقراریدو په حالت کې و، هیچا ته یې کوم زیان نه وه  او له نورو ګاونډیو هیوادونو سره یې هم روابط د اسلامي اوامرو تر چتر لاندې وه، هلته خو اسامه بن لادن هم نه وه نو ولې د غربیانو او اسلام دښمنو کړیو لخوا څخه صومال ته افریقایي ځواکونه د کرایې ورکولو په بدله کې د هغې کوچنۍ مقدسې ډلې او اسلامي نظام د ځپلو لپاره ولیږل شول؟

دوهمه بیلګه په یمن اسلامي ملک کې چې کله د انصار شرعیة ډله په دې بریالۍ شوه چې په ډیری ساحو اسلامي حدود نافذ کړﻱ نو د هغه وخت یمني او نورو د صلیبیانو پورې تړلو کړیو له حوثیانو سره خپله جګړه و دروله او د انصار شرعیة اسلامي ډلې په ضد یې داسې سخت عملیاتونه پیل کړل چې هغوی یې قتل عام کړل، کوچنیان، ښځې او نارینه یې ور شهیدان کړل، کورونه یې ور ونړول مهاجرتونو او در په در ګرځېدلو ته یې اړ اېستل ولې او په کومه ګناه هلته خو هم د القاعده مشر نه وه؟ صلیبیانو له هغوی څه غوښتل؟

وروڼو په همدې ډول که زموږ او ستاسو هیواد ته راشو له ډیرو شهادتونو، بې کوریو، مهاجرتونو او نورو سترو کړواونواو قربانیو  را وروسته الله ج په دې غربت او جنګ ځپلي هيواد کې مسلمانانو ته اسلامي نظام ور په برخه کړ، خو لکه  نورو اسلامي هېوادونو ته چې د اسلام دښمنانو بهانې او د نېغ یرغل ډول ډول پلمې لټولې لکه په هغه وخت کې صومال او یمن ته یې دا بهانه و نیوله چې هغه دوه اسلامي هیوادونه د تېلو سوداګرو ته ګواښ وه خو د دوی دا دلیل غیر منطقي وه، که هغوی ته دا دلیل وه نو د شام د مجاهدینو لپاره بیا کوم استدلال کوﻱ او د مالي اسلامي هیواد کې چې له انصار دین ډلې سره جګړه او ظلم روان وه او ده هغوی ته غربیان کومه توجیه لرﻱ خو دوی له سمندره لرې یې خپل دین او مذهب عملي کاوه ولې یې په کرار پرې نه ښودل؟

همدا رنګه افغانستان ته یې هم د یرغل یوه بهانه ونیوله چې هغه د اسامه بن لادن مسٸله وه که د اسلام دښمنان د یمن ، صومال او ما لي هیوادونو لپاره دا بهانه نیسي چې هغوی خپلو ګاونډیانو ته ګواښ وه نو له هغوی څخه دا پوښتنه کیږﻱ چې سوډان چې دا څو لسیزې یې ګاونډی نصارا ځوروﻱ او خنډونه ورته را پورته کوﻱ ولې د مقالو او ورځپاڼو سر ټکي نه ګرځي؟

او په یمن چې دا څو کاله حوثیانو زور زیاتی او ظلم روان کړی ولې کفرﻱ جمع اسلامي نړۍ پرې چُپه خوله دﻱ؟

وروڼو د دې ټولو پېښو ، ظلمونو ، وحشتونو او دهشتونو  حقیقت دادی چې هغوی مسلمانان له دې وجهې په کرار نه پریږدﻱ او خپله دښمني ورسره پالي چې مسلمانان په الله ج ایمان لرﻱ او په ځمکه اسلامي شریعت نافذوﻱ او بل مسلمانان خصوصا مجاهدین ددې مستبدو کفارو له منګولو مظلومان ازادوﻱ او دا یې هدف ده چې(لنخرج العباد من عبادت العباد لعبادت الله واحد القهار ) بندګان د بندګانو له عبادته را و باسي د یوه واحد قهار ذات عبادت ته.

نو درنو مسلمانانو خاصتاً ځوانانو وروڼو تاسو خپل هدف ته پاملرنه وکړئ له ترکي او هندﻱ زانیانو عقل او سیاست نه زده کیږﻱ، قرانکریم او د خپلو هېرو شوو اسلافو تاریخ را تازه کړئ د اسلام تر بیرغ لاندې خپلې وینې نذرانه کړئ، د کفارو دسایسو ته چمتو او ځیرک اوسٸ، اسلامي نظام راوستل سترو قربانیو او سر ښندنو ته اړ دی فقط د مسلمه امت نېکمرغي او د دواړو نړیو بریالیتوبونه په اسلامي نظام کې ده چې ټوله کفرﻱ نړۍ له همدې څخه وېره لرﻱ.

‌ پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

کفری نړی ویره نلری ولی موږقرآنکریم پرایښودۍ ددوی فریبونه مودین وګرزول چه پرقرآنکریم عمل وو۴۰ مملکته مسلمانانوفتح کړل قرآنکریم فرمایی : مه ډلی ډلی کیږۍ چه ډلی جوړیی هغه یی مشرک بللۍ دی نودا شیعه اوسونی اوداسی نوری ډلی اسلام ندۍ موږبایدمذهبونه پریږدوپرقرآنکریم عمل وکوکنه موجوده اسلام او دسکانوجوړکړۍ دین هیڅ فرق نلری قرآنکریم په وحوپرمحمد (ص) نازل سوۍ دۍ داموجوداسلام دقرآنکریمه مخالف دۍ چه دالله په حضورکی دقبول وړندۍ،په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x