نظــر

په خواله رسنيو کې څنګه تبلیغاتي مبارزه کولی شو؟

نصیب ځدراڼ

ډېر وخت داسې کېږي، خلک له رسنیو ګیله کوي، چې یوه موضوع یې راوخیسته او بلې ته یې پوښښ ورنه کړ. یا که نوره هم دا خبرخ واضحه کړو، نو وایي حقیقت پټوي. دا خبره به همدلته پریږدو.

له ځان سره که فکر وکړو، چې کله مو اخري ځل رادیو اوریدلې وه؟

یا کله د خبرونو یا لوبې کتلو لپاره ټلویزیون ته ناست وم؟

نو د ډېرو خلکو ځواب به دا وي چې رادیو اورېدل خو مې بیخې هیر شوي او ټیلویزون که پیژنم هم، نو د فېسبوک یا یوټیوب له لارې یې پېژنم.

مطلب مې دا ؤ، چې میډیا خپل رنګ بدلوي. اول به خلکو د خبرونو تر لاسه کولو لپاره ورځپاڼې کتلې، بیا رادیو راغله ،تر ډېر وخت پورې یې د رسنیو په ډګر راج وچلېده. وروسته ټلویزیون راغی او د دواړو اهمیت یې کم کړ.خو کله چې سوشل میډیا/ټولنیزې رسنۍ راغی ټول یې په ګونډو کړل.

له لومړیو تر دې وخته رسنۍ د دولت یا غښتلو خلکو تر کنټرول لاندي دي. کوم رنګ خبر به چې د دوی خوښ و، هغه به نشریده. خو له کوم وخت راهیسې چې ټولنیزو شبکو په رسنیو کې ځای پیدا کړ، میډیا د دولت یا د واکمنانو له لاسه ووتله او د عام ولس لاس ته ولوېده.اوس لوی ورځپانې،ټیلویزونونه،رادیو ګانې ان دولتي اوسیاسي چاوراکي یا په خوښه یا مجبوراً لګیا دي په ټولنیزو شبکو کې خپل ادرسونه جوړوي، ډیرو ویډیو او انځورونو ګانو د ټولنیزو شبکو د لارې شهرت وموند او حالات او پالیسۍ یې بدلې کړي.

اوس خلک د دي پر ځای چې بي بي سي رادیو واوري ، د رادیو ویب سایټ ګوري، یا د الجزیز ټیلویزون کومه خپرونه که څوک کتل غواړي نو ټیلویزون پر ځای یو ټیوب ګوري، همداسې د فیسبوک لایف پروګرامو د ټیلویزون د بحثونو نه ډیر مشهور شول او د دي بحثونو ګډونوال د ټیلویزون له نطاقانو ډیر شهرت لري،پخوا به د یوه لیکوال چې لیکنه وکړه نو د لیکنې د چاپ لپاره به یې مجلې یا ورځپانې ته انتظار کولو نن سبا د ویب سایټو د لاري ډیر تکړه لیکوالان موږ ولیدل چې ادبي ډګر ته را څرګند شول.لنډا دا چې ټولنیزو رسنیو یو خلکو ته شعور ورکړ او بل یې د ژورنالیزم ډګر ته نوي خلک رامعارفي کړل

په اوس وخت کې موږ خصوصاً افغان ولس ته څه کول په کار دي؟

له رسنیو یا له خبریالانو دا ګیله اوس بې ځایه بولم، چې دوی ولې زموږ په خوښه نشرات نه کوي. دوی هغه څه نشروي، چې خپله ګټه پکې ویني.

هو، منم چې موږ د مقابل لوري په څېر تلویزیون، رادیو او نور ګڼ وسایل نه لرو، چې هغسې تبلیغاتي ګټه ترې واخلو. خو په داسې حال کې چې موږ بېسواده نه یو، هر درېیم ځوان موبایل لري، چې هم مایک، هم کامر او هم قلم دی. ورسره فلم جوړولو نه وروسته همدلته اېډېټ کېږي هم.

اوس که یوه ویډیو جوړه کړو، په یوټیوب، فېسبوک، انسټاګرام، ټوېټر او سنیپ چیټ یې ډیر په آسانۍ سره نشرولی شو. خو د دوی خپلې پالیسۍ دي، هغو سره بلدتیا په کار ده.

د ځینو خلکو انځورنه انسان وینې، زخمونه، مړي، د یو چا وهل ټکول، یا نور داسې څه چې انساني کراماتو خلاف وي؛ لکه د انسان لوڅ بدن، او نور غړي دا هر څه د ټولې دنیا په رسنیو کې بند دي. د چا چې اقتصاد پیاوړی وي، کولی شي دغو شبکو ته پیسې ورجمع کړي او خپل غږ د خپلې خوښې د سیمې خلکو ته ورسوي.

خو دلته مشکل دا دی، چې زموږ ځوانانو ډېر سخت ګیمونه زده کړي، خو د ویډیو اېډېټ نه شي زده کولی. درې ساعته به فېسبوک کې ښکته پورته کیږي، خو د نیم ساعت لپاره موبایل نه شي بندولی، چې یو څیړنیز راپور جوړ کړي او فیسبوک ته یې پورته کړي.

که ټولنیزو شبکو کې بې شمېره ګټې دي، نو تاوانونه یې هم شته. هېڅکله مو نه پریږدي، چې فارغ کېنو، ذهن مو مصروف ساتي، نو نه شو کولی چې یو تخلیقي کار وکړو.

نو راځئ! له رسنیو ګیله پریږدو، یو سټیج له دواړو سره دی. زموږ رقیبان ګټه ترې پورته کوي او موږ هغسې نه شو کولی. علت یې یواځې د علم کمی، بې ترتیبي او له بدلېدونکو حالاتو سره نابلدتیا ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x