
او ماښام دی/ سپين کوچی
سپين کوچی
ستا نامه هم عجیبه ده او ماښام دی
ورکه کړې مې کوڅه ده او ماښام دی
ښه نو چاته دروازه د کور ټک،ټک کړم
بنده هره دروازه ده او ماښام دی
چانه و پوښتم چې چېرته د چا کور دی؟
رانه هېره دې نامه ده او ماښام دی
بس؛ ښکالو اورم د خپلو قدمونو
خاموشي هر خوا خوره ده او ماښام دی
نۀ رڼا شته، نۀ ژړا د ماشومانو
کلی نۀ دی، هدېره ده او ماښام دی
غلو پۀ لار کې ټلیفون رانه اخیستی
پکې بنده مې شمېره ده او ماښام دی
د سکون څرک پکې نۀ لګي کوچیه!
ژوندون وېره، اندېښنه ده او ماښام دی !!!